د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د لارو بیا بیا بندېدو او د مالیو لوړېدو د افغانستان - پاکستان سوداګري سخته اغېزمن کړې


د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري لارې هر څه موده وروسته په یوه او بل نوم بندیږي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري لارې هر څه موده وروسته په یوه او بل نوم بندیږي

افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لارې د مالونو ترانزیت یې شاوخوا اتیا سلنه کم کړی او پر ځای یې د منځنۍ اسیا او ایران پر لارو اتکا کوي. د دوی په وینا اوس افغانستان تر ټولو ډېره راکړه ورکړه له ایران سره لري.

د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د خنډونو له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري ډېره کمه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي چې د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګري مالونو ترانزیت شاوخوا اتیا سلنه کم شوی دی.

د ښاغلي الکوزي په وینا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې ستونزې په وروستیو دوو کلونو کې ډېرې شوي دي:

«اول پاکستان زموږ پر تجارت درې سیستمونه وضع کړل چې له کبله یې د کراچۍ له لارې زموږ تجارت تقریباُ ۸۰ سلنه بند شو. بل موړږ له پاکستان سره داخلي تجارت درلود خو متاسفانه پاکستان زموږ پر صادراتو تعرفې جګې کړې، له بلې خوا د لارو بندول او امنیتي پلمې پر سوداګرۍ منفي تاثیر وکړ.»

ښاغلی الکوزی وايي چې اوس افغانان ډېره سوداګري د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارو کوي. دی همداراز وايي چې د سوداګرۍ په لارو کې خنډونو نه یوازې افغان سوداګرو ته تاوانونه اړولي بلکې پاکستاني سوداګر یې هم ډېر زیانمن کړي دي.

د خیبرپښتونخوا د سوداګرو اتحادیه وايي چې له افغانستان سره د سوداګري لارو د بندېدو، ناامنۍ او د برښنا د کموالي له کبله د دغه ایالت سوداګري ۸۰ سلنه کمه شوې ده.

د خیبرپښتونخوا د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي افضل د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې یادو درو عواملو د دوی د صوبې پر اقتصاد زښت ډېر منفي اغېز کړی دی.

د حاجي افضل په وینا د خیبرپښتونخوا په ډېرو سیمو کې کاروبار په ټپه درېدلی دی.

ده ټینګار وکړ چې د خیبرپښتونخوا د کاروبار او سوداګرۍ لویه سرچینه له افغانستان سره د دې صوبې لارې دي چې اکثره وخت بندې وي.

په همدې حال کې پرون (دوشنبې) د مېوو سوداګرو وویل چې د مالیو د زیاتېدو له کبله یې افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د مالټو او کینو صادرات خورا کم شوي دي.

د دوی په وینا د پاکستان حکومت د دوی د مېوو پر صادراتو ګمرکي محصول، چې تېر کال ۹۵ زره اپاکستانۍ روپۍ و، سږ کال ۱۳۱ زره روپیو ته لوړ کړی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې لارې له څو کلونو راهیسې بندې دي خو پر ځینو یې لا هم تګ راتګ او تجارت دوام لري.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو پخوانی مشر اذرخش حافظي باور لري چې له ګاونډیو سره تجارت ډېر ګټور دی، خو شرط یې دا دی چې دا سوداګري عادي روانه وي.

ده همداراز وویل، پاکستان هغه وخت د افغانستان پر مالونو تعرفه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي کړکېچنې شي.

XS
SM
MD
LG