د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

طالبانو یو افغان خبریال په یونیم کال بند محکوم کړی دی


طالبانو د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري تیر کال هغه مهال ونیو چې له خپله کارځای د کور پر لور روان و.
طالبانو تراوسه په رسمي ډول د هغه نیول او محکمه کیدل نه تایید کړي.
طالبانو د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري تیر کال هغه مهال ونیو چې له خپله کارځای د کور پر لور روان و. طالبانو تراوسه په رسمي ډول د هغه نیول او محکمه کیدل نه تایید کړي.

د افغانستان دخبريالانو نړيوال فدراسیون "اى اف جي" او د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنه  (اې اى جي يو) په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغان خبري اژانس په خبريال، مهدي انصاري باندې لګېدلي تورونه لغوه او نوموړی سم دستي خوشي کړي.

له هغه وروسته چې د افغان خبري اژانس یو خبریال مهدي انصاري د طالبانو د حکومت لخوا په يو نيم کال بند محکوم شو دخبریالانو نړیوال فدراسیون د نوموړي په نیول کېدو خواشینې ښودلې او د هغه د ژر خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د خپلواکو ژورنالیساتو ټولنې نن سه شنبې د (جنوري۱۴مه) په یوه ګډ بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې پر انصاري لګېدلي تورونه لغوه کړي.

په بیان کې راغلي چې انصاري د طالبانو له مخالفو رسنیو سره د همکارۍ او د طالبانو پرضد د تبلیغاتو په تور په حبس محکوم شوی دی خو طالبانو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا ډېر د تاسف ځاى دى چې مهدي انصاري په يو نيم کال بند محکوم شوى دا د دې لپاره چې مهدي انصاري وکيل نه درلود چې ترې دفاع وکړي د محکمې قانون دى چې بايد دواړه خواوې وکيل ولري دا پرېکړه په ټوله کې يک طرفه ده
د مهدي انصاري همکار

مهدي انصاري نژدې یوه اونۍ مخکې په کابل کې د طالبانو د یوې محکمې له خوا په یونیم کال بند محکوم شو.

انصاري د روان کال په تلې میاشت کې هغه مهال لادرکه شو چې د کابل په پل سرخ سیمه کې له خپل دفتر څخه کورته روان وو.

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د مهدي انصاري له کورنۍ سره خبرې وکړو خو د ډېرو هڅو سربېره هغوى خبرو ته حاضر نشول.

خو مهدي انصاري ته نږدې ملګري او پخواني همکاران یې دغه پرېکړه غیر عادلانه بولي او نوموړي ته د انصاف غوښتنه کوي.

د هغه یو همکار د نوم د نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وویل،

"دا ډېر د تاسف ځاى دى چې مهدي انصاري په يو نيم کال بند محکوم شوى دا د دې لپاره چې مهدي انصاري وکيل نه درلود چې ترې دفاع وکړي د محکمې قانون دى چې بايد دواړه خواوې وکيل ولري دا پرېکړه په ټوله کې يک طرفه ده. داسې کړنې او محکمې د خبريالۍ کار سخت له ننګونو سره مخ کوي داسې که دوام وکړي هېڅوک به د خبريالۍ جرات و نه کړي".

په همدې حال کې په افغانستان کې يو شمېر خبريالان وايي، د دوى پر وړاندې محدوديتونه ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او په افغانستان کې د بيان آزادي له جدي ګواښ سره مخ ده.

افغانان خبریالان

يو خبريال د امنیتي دلایلو له امله د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل،

"افغان خبريالان خپل مسلک کې د کار لپاره له سختو ننګونو سره مخ دي په نور دننه خبريالانو ته دا يوه ټکان ورکونکې مسله ده د افغان خبريالانو وضيعت ورځ تر بلې ترينګلى کېږي"

بل خبريال هم د غږ د بدلون او نوم نه ښودلو په شرط وويل،

د طالبانو تر واک لاندې د افغان خبريالانو وضيعت ورځ تر بلې ترينګلى کېږي
افغان خبریال

"خبريالان نن په افغانستان کې اړ کېږي چې د شته حالت له کبله ځان سانسور کړي خبريالان د دې لپاره چې له ستونزو سره مخ نشي او دا سخت حالت مهار کړي ژوند يې و نه ګواښل شي اړ کېږي چې حقايق پټ وساتي خو بيا هم اړ دي چې کار وکړي که لږ هم وشي يو سلنه هم وي د بيا آزدي شمه بله وساتي "

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د خپلواکو ژورنالیساتو ټولنې ویلي له هغې وروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته ورسېدل، په افغانستان کې له نيمايي برخې ډېرو خبريالان او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي.

بل پلو،د هېواد د نیمایي څخه زیاتې رسنۍ وتړل شوې، او په ورته وخت کې د "غیرقانوني او خپل سرو نیونو"، ځورونو او تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي

په اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې چې د رسنیو د مسلکي کارکوونکو خپل سري نیونې ودروي، دغه یې په نړیوالې ټولنې غږ کړې چې په افغانستان کې د مطبوعاتو له آزادۍ په بشپړ ډول دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ميلادي کال په وروستيو کې د افغانستان خبریالانو د مرکز راپور ورکړى و چې، په ٢٠٢٤ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG