د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د پوهنتون ځینې فارغان وايي طالبان خپلو کسانو ته په اسانۍ لوړ تحصیلي اسناد ورکوي


د کابل د طبي پوهنتون د فراغت د جشن یو انځور
د کابل د طبي پوهنتون د فراغت د جشن یو انځور

د افغانستان له پوهنتونونو یو شمېر فارغ شوي کسان او د زده کړو د برخې ځینې فعالان د طالبانو د حکومت دې اعلان ته په اشارې سره چې وايي د دیني مدرسو زرګونو فارغانو او « دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکوي د اندیښنې وړ بولي. تازه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د ازموینو له اخیستو وروسته به  د مدرسو ۲۶ زره فارغو زده کوونکو او «دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې ازموینه کې به د مدرسو ۱۵۰۰۰ طالبان د «عالمیه» سند او نور۱۱۰۰۰ کسان به د «عالیه» سند ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت دا اعلان چې د ازموینو له اخیستو وروسته به د مدرسو ۲۶ زره زده کوونکو او «دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکړي د پوهنتونونو د ځینو فارغانو او د زده کړو د برخې د یوشمېر فعالانو اندیښنې راپارولي دي.

دوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي په داسې حال کې چې دوی له پوهنتونونو د فراغت او د تحصیلي سندونو د ترلاسه کولو لپاره ډېر زیار ګاللی خو ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په دې برخه کې د خپلو پلویانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

د کندز ولایت اوسېدونکی چې د دغه ولایت د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی د نوم نه خپرېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

« ما دولس کاله ښوونځي ویلی او بیا مې په کندز پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لوستی دی، ډېر په مشکل مې درس ویلی، اقتصادي وضعیت مو ښه نه و، خو د کورنۍ په مرسته مې پوهنتون خلاص کړ، د طالبانو په راتګ زه خپله داسې کسان پیژنم چې په اساني یې معتبر سندونه اخیستي دي، که دوی غواړي هغو کسانو ته چې ملګري یې دي او یا یې ورسره همکاري کړې امتیاز ورکړي باید نورې لارې ورته وګوري په دې ترتیب خو دوی د تحصیلي بنسټونو او د ټولو سندونو اعتبار ته لوی تاوان رسوي.»
د کندز د پوهنتون یو فارغ

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې د لیسانس ترکچې یې زده کړې کړي او نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي د ورته اندیښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل:

« زما په څېر ډېر داسې ځوانان چې که څه هم معتبره تحصیلي اسناد لري له دندو بې برخې دي د تحصیلي سندونو د ورکړې په څېر ډېرې نا انصافه پریکړې د طالبانو د اوسني حاکم نظام لخوا په خلکو عملي کيږي او دا د اندیښنې وړ ده»

دا اندیښنې په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د ازموینو له اخیستو وروسته به د مدرسو ۲۶ زره زده کوونکو او «دیني عالمانو» ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکړي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیه خپرولو سره ویلي و چې د دغو کسانو د ازموینې اخیستو بهیر د شنبې ورځ د جدي ۲۲مه، د شپږو ورځو لپاره په ۳۱ ولایتونو کې پیل شو.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې ازموینه کې به د مدرسو ۱۵۰۰۰ طالبان د «عالمیه» سند او نور۱۱۰۰۰ کسان به د «عالیه» سند ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت مخکې ویلي وو چې عالیه سند د لېسانس او عالمیه د ماسټرۍ له سند سره برابر دی.

که څه هم په اعلامیه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې تر دې وړاندې له څومره کسانو د ورته سندونو د ورکړې لپاره ازموینې اخېستل شوي خو د راپورونو پربنسټ له دوو کالو راهیسې طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې د دیني مدرسو له فارغانو ورته ازموینې اخلي.

د زده کړو د برخې فعالان له ډلې ډاکټر صلاح الدین سعیدي وايي چې د منل شویو اصولو له رعایتولو پرته د تحصیلي اسنادو ورکړه د دغه سندونو اعتبار ته د زیان سربیره د بې عدالتیو لامل هم کیدای شي:

« د اعتبار کسبول اوږده پروسه خو له لاسه ورکول یې ډېر لنډ کیدای شي، دا چې په یوه نظام کې تحصیلي اسناد ورکړل شي خو هغه لازم معیارونه پام کې ونه نیول شي له شک پرته چې لویې بې عدالتۍ پکې رامنځته کېدای شي، پخپله د دوی په نظام کې به ډیری داسې کسان وي چې د دغه سندونو د اخېستو له معیارونو سره برابر وي خو دوی په مبدا کې ځینې اصول وضع کړي او څوک چې پرې برابر نه وي نه یې ورکوي، په ټوله کې د دغه وضعیت دوام به د دې لامل شي چې د دغې دورې ټول تحصیلي سندونه بې اعتباره اعلان شي.»

د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم پر افغان نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې وتړلې خو ورسره جوخت یې دیني زده کړو ته پام ډېر کړ.
د زده کړو د برخې فعال صلاح الدین سعیدي وايي د ټولنې د پرمختګ لپاره دواړو اړخونو ته لازمه توجه پکاره ده چې په ټکو یې طالبان په دې برخه کې پاتې راغلي دي دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې یې نېږدې شل زره دیني مدرسې او مرکزونه جوړي کړي چې څه باندې درې نیم میلیونه کسان پکې په زده کړو بوخت دي.

د نجونو محصلینو یو عکس
د نجونو محصلینو یو عکس

خو دغه وزارت دغه شان ادعا کړې وه چې دویله درې سوو زیات ښوونځي هم جوړ کړي چې له ۱۰ میلیونو زیات زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت له خوا له یو شمیر ولایتونو د سیمه ییزو ټولګیو د بندولو راپورونه هم ورکړل شوي دي خو طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په دې اړه په رسمي څه نه دي ویلي او نه یې هم د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي.

سیمه‌ییز یا محلي ټولګي هغو نجونو او هلکانو (ماشومانو) ته دي چې ښوونځي یې د اوسېدو له سیمو لېرې دي او یا د بې‌وزلۍ او ټولنیزو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې برخې پاتې وي. دغو ټولګیو ته درسي امکانات "یونېسف" د خپلو همکارو ادارو په مرسته برابروي، لګښتونه او د ښوونکو تنخواګانې یې هم یونېسف ورکوي او پر زده‌کوونکو یې ځینې خوراکي توکي هم ویشي.

XS
SM
MD
LG