د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې یو لړ مهمې مرستې د بودیجې د نشتوالي په خاطر بندیږي


د بیوزلې افغان مېرمنې انځور
د بیوزلې افغان مېرمنې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتروایي، سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ځینې روغتیایي، ښوونیزې، خوراکي او د سرپناه لپاره بشري مرستې د قطع کېدو له خطر سره مخ دي. " اوچا " په یو تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د بودجې نشتوالي په افغانستان کې د دوی پر دغو ژوند ژغورونکو مرستو ژوره اغېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې ژوند ژوغورنکې برخې د قطع کېدو له ګواښ سره مخ بللي او ټینګار یې کړی چې اضافي مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

اوچا پرون یکشنبه (د جنورۍ په ۱۲مه) یو راپور خپور کړی او په کې ویلي چې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال له جنورۍ تر مارچ میاشت پورې ځینې مهمې روغتیایي، تعلیمي، خوراکي، د تغذیې او د سرپناوو مرستې د بودجې د نشتوالي له امله د قطع کېدو له خطر سره مخ دي.

اوچا په خپل دې راپور کې زیاته کړې چې د ځینو ځانګړو بشري مرستو د رسولو لپاره د سیمه ییزو لوژستیکو ننګونو او د ترانسپورت د اوږدو مزلونو له امله مهم اضافي تمویل یا مرستو ته اړتیا لري.

دغه اداره زیاتوي، که چېرې دا اضافي ملاتړ تر لاسه کړي د مرستو رسولو په برخه کې رامنځته شوي خنډونه به یې کم او د اړتیا وړ سیمو ته به یې توکي او مرستې په اسانه ورسېږي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې په روان کال کې ۱۴.۸ میلیونه افغانان چې د هېواد د نفوس نږدې یو پر دریمه برخه جوړوي، خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې په افغانستان دننه یو شمېر بې وزله افغانان هم د ژمي په روان سوړ موسم کې د ګڼو بشري ننګونو له امله شکایت کوي او وایي چې کافي خوړو، مناسبې سرپناه او لازمو روغتیایي اسانتیاوو ته یې لاسرسی ستونزمن شوی دی.

د کابل ښار اوسېدونکي رحیم ازادي راډیو ته وویل:

«زه خپله د یوې پنځلس کسیزې کورنۍ سرپرست یم، تر اوسه مو ان یو من لرګیو اخیستو وسه نه کېږي او نه مو اخیستي، موږ په درې وختونو کې یو وخت خوړو ته لاسرسی پیدا کوو هغه هم ډېره په سخته، له بده مرغه د نړیوالو په مرستو کې هم موږ څوک نه نیسي، باور وکړئ چې زموږ ناروغان حتا مړه کېږي ځکه چې پیسې نه لرو ډاکتر او درملو ته مو لاسرسی نشته، ماشومان او ښځې مو جمپر، بوټانو یا نور ګرمې جامې نه لري په دې سړو او واورو کې همداسې لوڅي پښې ګرځي.»

اوچا دغه شان ټینګار کړی چې د افغانستان د اقلیم ناورین بشري وضعیت لا زیات ننګوي او یوازې بشري هڅې او مرستې د اقلیم له امله رامنځته شوي زیانونو او زیان ګالو ته د رسیدو لپاره کافي نه بولي.

د یوې افغانې کورنۍ انځور
د یوې افغانې کورنۍ انځور

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې نفیسه چې دسېلابونو او بارانونو له امله یې کور ویجاړ او اوس کابل ته بې ځایه شوې هم وایي چې د سرپناه د نه شتون تر څنګ یې بې وزلي هم ژوند سخت ننګوي:

«هلته مو هر څه وران شول هېڅ هم پاتې نشول دلته کابل خیرخانې سیمې ته راغلي یو، دلته هم هوا ډېره سړه ده، ژمی دی او ماشومان مې د ګرمولو لپاره هېڅ هم نه لري موږ ډېر بې وزله د خوراک او پوښاک لپاره هېڅ هم نه لرو، هېڅ چا راسره مرسته نه ده کړې، دلته ډېرې سختې ورځې شپې تېروو.»
یو بې کوره شوی افغان

دغه افغانان له نړیوالو ادارو او مرستندویه بنسټونو او د طالبانو له حکومته د عاجلو بشري مرستو غوښتونکی دي.

اوچا له دې وړاندې د جنورۍ په شپږمه په خپل یو راپور کې دغه شان اندېښنه ښودلې چې روان میلادي کال به ۲۲،۹ میلیونه افغانان یا د نفوس سمه نیمایي برخه بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG