د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

بصیر: د واده د لګښت برابرولو لپاره ایران ته ولاړم او هلته معتاد شوم


ارشیف
ارشیف

د هرات ولایت اوسېدونکی عبدالبصیر (۲۳) کاله مخکې د کار او خپل واده د لګښت برابرولو لپاره ایران ته تللی و چې هلته معتاد شو، خو اوس یې خپله کوژدنه او اولادونه له لاسه وتلي او تش لاس خپل کلي ته راستون شوی دی.

عبدالبصیر د هرات ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې له څلور زره بستریز مرکز څخه تر یوه کال تېرولو وروسته رخصتېدو ته ځان چمتو کوي.

هغه معتادین چې له ده سره یو ځای بستري شوي وه، څو میاشتې مخکې د نشه يي موادو تر پرېښودلو وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شول، خو څرنګه چې عبدالبصیر د اوسېدو ځای نه لري په همدې مرکز کې اوسېږي.

عبدالبصیر وايي، درویشت کاله مخکې نامزاد شو او د واده د لګښت پوره کولو لپاره ایران ته ولاړ، خو خبر نه و چې دا سفر به یې له ټولو خپلوانو څخه جلا کړي.

" اوولس – اتلس کلن وم چې د کار لپاره ایران ته ولاړم، څه موده هلته وم بیرته کور ته راستون شوم او کوزده مې وکړه. یو کال دلته وم، زړه مې صبر نه شو له ځان سره مې وویل که ایران ته ولاړ شم ښه به وي، خو ایران ته له تلو سره هلته پسې پاته شوم. له کور څخه یې لیک راواستاوه چې نامزاده دي پېغله شوې ده راشه واده وکړه. څرنګه چې زه معتاد شوی وم ما ویل نن به ولاړ شم، سبا به ولاړ شم، بل سبا به لاړ شم، خو اعتیاد دا فرصت نه راکاوه چې کورته ولاړ شم، نتیجه دا شوه چې مېرمن مې له لاسه ووته. "

عبدالبصیر د خپل پلار او مور یوازینی زوی و، کله چې دی په ایران کې معتاد او هلته اوسېده، په دې جریان کې یې خویندو ودونه وکړل او مور او پلار یې مړه شول.

هغه کسان چې د هرات ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې په څلور زره بستریز مرکز کې د نشې پرېښودلو لپاره ساتل کېږي، تر هغو پورې په دې مرکز کې وي چې د کورنۍ غړي یې راشي او د دې مرکز چارواکو ته تر ضمانت ورکولو وروسته خپل د کورنۍ غړي له ځانه سره بوزي.

عبدالبصیر یو کال وروسته دا فرصت وموند چې له دې مرکز څخه رخصت شي.

" یو کال کېږي چې په دې کیمپ کې اوسېږم، په کیمپ کې مې زموږ له خپلوانو څخه یو خپل ولید چې مخکې مې په ایران کې لیدلې و، ما ورته وویل چې له دې ځای څخه تر رخصت کېدو وروسته زما خوریانو ته ووایه چې ستاسې ماما په څلور زره بستریز کیمپ کې دی، هغه و چې خوریانو مې زما لټون پيل کړ، دلته راغلل او زه یې پيدا کړم. "

د هرات ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې څلور زره بستريز مرکز دوه کاله مخکې جوړ شو چې اوس تر شپږ زره ډېر معتادین پکې ساتل کېږي.

د هرات له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني وايي، په دې مرکز کې د عبدالبصیر په ډول ډېر نور معتادین هم شته چې د کورنۍ غړي یې نه دي پيدا شوي، له همدې امله دوی لازمه بولي چې دغه ډول معتادین همدلته وساتي.

" دلته داسې پېښې ډېرې شته، دلته د نورو ولایتونو شپاړس او اتلس کسان له خپلو کورنیو څخه ورک وه، دلته د افغانستان د (۳۴) ولایتونو خلک شته او په دوی کې دغه ډول خلک هم شته. "

هرات، فراه او نیمروز هغه درې ولایتونه دي چې له ایران سره ګډه پوله لري، کله چې ایران زرګونه افغان معتادین افغانستان ته راشړي په دې ولایتونو کې راغونډېږي.

د دې دریو ولایتونو امنيتي چارواکي وايي، ایراني پولیسو له ایران څخه افغانستان ته د راشړل شویو معتادینو په ډله کې ایراني معتادین هم راشړلي او ایراني چارواکي دا معتادین بیرته نه مني.

XS
SM
MD
LG