د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

ملاله یوسفزۍ: د افغان نجونو او ښځو د زده کړو په ملاتړ خپل غږ اوچتوم


ملاله
ملاله

 د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د نجونو د زده کړې په اړه په اسلام آباد کې د اسلامي نړۍ د استازیو په غونډه کې به د افغان نجونو او ښځو د زده کړې په ملاتړ خپل غږ اوچت کړي.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د نجونو د زده کړې په اړه په اسلام آباد کې د اسلامي نړۍ د استازیو په غونډه کې به د افغان نجونو او ښځو د زده کړې په ملاتړ خپل غږ اوچت کړي.

ملاله چې د نجونو د زده کړې لپاره د خپل فعالیت په خاطر په ۲۰۱۲ کال کې په پاکستان کې د وسله والو په برید کې ټپي شوې او بهرته د درملنې لپاره لیږدول شوې وه، په تیرو شاوخوا دیارلسو کلونو کې یې پاکستان ته محدود سفرونه کړي دي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د ملالې خیریه بنسټ یوه ویاند چې نوم یې ندی په ډاګه شوی، تایید کړې چې ملاله به په اسلام آباد کې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن شنبې پیلیږي او په اسلامي هیوادونو کې د زده کړې پرموضوع پکې بحث کیږي، په حضوري بڼه ګډون وکړي. ملالې هم پرون جمعه په خپلې ټولنیزې شبکې ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي، لیواله ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه له مسلمانو مشرانو سره د نجونو د تعلیم په اړه یوه مهم کنفرانس کې ګډون کوي.

هغې زیاته کړې، د یکشنبې په ورځ به ښوونځیو ته د ټولو نجونو د تګ د حقونو د ساتنې او هم داچې ولې مشران باید طالبان د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د جرمونو پخاطر مسول وګڼي، خبرې وکړي.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو اسلام آباد تراوسه ځواب نه دی ترلاسه کړی. خو هغه وويل، سره له دې، په افغانستان کې د نجونو د زده کړې په برخه کې د ښکیلو مختلفو سازمانونو استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې پکې نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه راګرځول شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پرافغانستان له بیا واکمنیدو راهیسې د ښځو په وړاندې د شریعت سخت قوانین نافذکړي چې د بشري حقونو یوشمیرډلې یې جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي آپارټایډ بولي. نجونې یوازې ترشپږم ټولګې پورې زده کړې کولای شي او ښځې هم په نادولتي نړیوالو موسسو او یوشمیردولتي ادارو کې له کارکولو او د ټولنې په ډیرو نورو برخو کې له فعال ګډون څخه منع کړای شوي دي.

د اسلام آباد په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به چې د مسلمانانو نړیوالې ټولنې "رابطة العالم الاسلامي" په نوښت "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې جوړیږي، د اسلامي همکاریو د سازمان، OIC پرمشرانو او د غړیو هیوادونو پریوشمیراستازیو سربیره د ملګروملتونو او نړیوال بانک په ګډون د یوشمیر نړیوالو سازمانونو استازي، وتلي مذهبي مشران، پوهان او د حقونو فعالان ګډون وکړي.

د اسلامي نړۍ دغه غير حکومتي سازمان د سعودي عربستان په مکه ښار کې له خپل مرکزي دفتر څخه پرون جمعه په یوه بیان کې چې پرخپلې ویب پاڼې یې خپورکړی ویلي چې د دې دوه ورځنۍ غونډې چې د پاکستان د حکومت په همکارۍ یې جوړوي، هدف دادی چې نړۍ ته وښيي چې اسلام "د پوهې، تمدن او عالي ارزښتونو" دین دی او په ټينګه د هغو ټولو قوانینو او اعمالو "ملاتړ" کوي چې نجونې د زدکړو تر لاسه کولو "جوګه" کوي. بيان زياتوي چې د افرادو یا ډلو لخوا هر هغه "قانون یا کړنې"، چې د نجونو د زدکړو "مخه نیسي"، له اسلامي لارښوونو سره په "ټکر" کې دي.

د دې غونډې په اړه د خپرې شوې اجندا له مخې د پاکستان صدراعظم شهبازشریف به په پرانیستونکې وینا سره دا غونډه پرانیزي خود شاوخوا اتیا نورو ویناوالو په نوملړ کې یې د طالبانو د حکومت د هیڅ یوه چارواکي نوم نه لیدل کیږي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشره روزا اوتنبایېوا به یې یوه له ویناوالو څخه وي.

د اسلامي نړۍ د استازیو په دې غونډه کې نه یوازې پرافغانستان بلکې په ټولو اسلامي هیوادونو کې د نجونو او ښځو د تعلیم په وړاندې پر پرتو ستونزو خبرې کیږي. په اسلامي نړۍ کې د مختلفو ستونزو له امله په لسګونو ملیونه نجونې او هلکان له ښوونځي بهرپاتې دي. پاکستان چې د دې غونډې کوربه دی، هم په خپله د زده کړې په برخه کې له لوی بحران سره مخامخ دی. په دې هیواد کې له ۲۶ ملیونو زیات ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي.

XS
SM
MD
LG