د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون پر افغان کډوالو فشارونه د اندېښنې وړ وبلل


افغان کډوال
افغان کډوال

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په اسلام آباد کې د افغان وګړو د ډله ییز توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان پناه غوښتونکو د ډله ییزو نیولو او افغانستان ته یې د ستنولو په اړه د عکس العملونو په دوام، د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په دې باب اندېښنه وښوده.

د نوي میلادي کال له پیل سره چې نن یې لسمه ده، په اسلام آباد کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی دی.

اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په دې وروستیو کې ویلي، چې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

سفارت دا هم ویلي، چې ځینو افغانانو د اعتبار وړ ویزې هم درلودې او ځینو یې د افغان کډوالو د نوم لیکنې کارتونه (POR) او د افغانستان د تابعیت (ACC) کارتونه هم درلودل.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د ارتباطاتو مسوولې ماهین پراچه، ازادۍ راډیو ته وویل چې د زیانګالو کډوالو او پناه غوښتونکو توقیف او د هغوی اصلي هېواد ته یې په زور ستنول، د نړیوال قانون خلاف عمل دی:

"موږ په اسلام آباد کې د افغان وګړو د ډله ییزو نیولو د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لرو، چې ډېری یې له احتمالي اخراج سره مخامخ دي. موږ باور لرو چې د زیانګالو کډوالو او پناه غوښتونکو جبري ستنول له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده. دا اقدام به په غیرمتناسب ډول دوی اغېزمن کړي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، پوخ عمره کسان، معلولین او هغه افغانان چې د خپلو دندو له امله په خطر کې دي، لکه خبریالان او د بشري حقونو مدافعان. "

هغې زیاته کړه چې د کډوالو ستنول باید د هغوی په خپله خوښه، د دوی وقار او خوندیتوب ته په پام سره له نړیوالو معیارونو سره سم وي.

د هغو افغانانو د نیولو تازه پروسه چې پاکستاني چارواکي یې "بې اسناده" بولي، لس ورځې وړاندې په اسلام آباد کې پیل شوه.

که څه هم په اسلام آباد کې چارواکو د سې شنبې په ورځ بیا ټینګار وکړ چې یوازې به بې اسناده افغانان ونیول شي او بېرته به افغانستان ته وایستل شي، خو ځینې افغانان وايي چې پولیسو حتی هغه افغانان هم نیولي چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد لري.

بلخوا د راروادي په نوم د بشري حقونو غیردولتي سازمان هم په پاکستان کې پر افغان کډوالو د زیاتېدونکي فشار په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغه سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پاکستان دا اقدام به افغانستان ته د ستنولو په صورت کې د ځینو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي:

"له بده مرغه، اوس بد خبر لرو چې یو ځل بیا په ژمي کې، په افغانستان کې په ډېر بد وخت کې، په داسې حالت کې چې هره ورځ پر ښځو او نجونو ډیر محدودیتونه لګول کېږي او په داسې حالت کې چې له بده مرغه موږ د طالبانو له خوا د هدفي وژنو شاهدان یو، دغه راز د پخوانیو سرتېرو، د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو په ګډون د زیانګالو ډلو غیرقانوني نیول روان دي. په دغسې یوه حالت کې پاکستان غواړي دویل بیا په زوره وباسي او دا یو ډېر اندېښمنوونک او خواشینوونکی وضعیت دی. »

تر دې مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان په اسلام آباد کې له کوم شرط پرته، د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو د توقیف د بندولو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته یې خپره کړې، په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د توقیف او ځورونې په اړه اعتراض وکړ او ویې ویل چې دا د افغانانو په وړاندې د پاکستان د تبعیضي پالیسۍ یوه برخه ده.

وروسته له هغې چې څه کم درې نیم کاله مخکې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو، پخوانیو سرتېرو او هغو افغانانو په ګډون چې له بهرنیو ادارو سره یې کار کړی و، لسګونه زره افغان وګړي ایران او پاکستان ته کډوال شول.

په پاکستان کې اکثریت دېره افغانان لوېدیځو هېوادونو ته د لېږدولو په تمه دي او افغانستان ته د بېرته ستنېدو په باب اندېښنه لري. په دوی کې دوی هغه شمېر یې چې د بهرنیو ادارو لپاره کار کړی دی، افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د نیولو، ځورونې او توقیف له خطر سره مخامخېدای شي.

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG