د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو نړیواله غونډه؛ له زده کړو محرومې افغان نجونې


د سولې نوبېل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم په اړه د اسلام اباد په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې ناسته ده.
د سولې نوبېل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د نجونو د تعلیم په اړه د اسلام اباد په دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کې ناسته ده.

د پاکستان صدارعظم شهباز شریف د نجونو د تعلیم په اړه په اسلام اباد کې پیل شوې دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې ته ویلي چې د نجونو زدکړه یوه داسې موضوع ده چې د هغې لپاره مبارزه او پانګونه زيات ارزښت لري.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۱مه "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ نړيوالې غونډې ته په وينا کې د نجونو د زدکړې لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه چې د پاکستان په ګډون اسلامي نړۍ د نجونو لپاره زدکړو ته د مساوي لاسرسي په ډاډمن کولو کې له پام وړ ننګونو سره مخامخ ده.

د جنورۍ پر ۱۱مه او ۱۲مه دغې نړيوالې غونډې کې د ۴۷ هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۱۵۰ استازي ګډون لري چې هدف يې په دې ټولنو کې د نجونو لپاره د زدکړو په وړاندې د خنډونو لپاره د عمل وړ حل لارې پیژندل دي.

په دې غونډه کې د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو او ماشومانو د تعليم نړيواله مبارزه ملاله یوسفزۍ هم څه باندې دوه کاله وروسته پاکستان ته رسېدلې چې د ځانګړې مېلمنې په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

ملاله یوسفزۍ وایي، د نجونو د زده کړې په اړه به په اسلام آباد کې د اسلامي نړۍ د استازیو په غونډه کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړې په ملاتړ خپل اواز اوچت کړي.

آیا د طالبانو دحکومت استازي په غونډه کې ګډون لري؟

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي وايي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو استازي د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي هېوادونو په دې غونډه کې برخه نه اخلي.

خالد مقبول صدیقي د جنورۍ پر ۱۱مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي،

"موږ افغانستان ته هم بلنه ورلېږلې وه، خو د طالبانو د حکومت کوم غړی په دې غونډه کې برخه نه اخلي."
د پاکستان د پوهنې وزیر

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت يوه چارواکي د جنورۍ پر ۱۱مه د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په غونډه کې د ګډون په اړه تراوسه "له کابل څخه څه نه دې ورته ويل شوي"
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دې غونډې ته د دوی د چارواکو د نه ګډون په اړه د ازدي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشره روزا اوتنبایېوا به هم دې ناستې ته وینا وکړي.

"په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړې: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې دغه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د اسلامي نړۍ د غير حکومتي سازمان په نوښت جوړېږي.

د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو تر څنګ د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازي په دې غونډه کې برخه اخلي او دوی په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او تحصیل د محدودیتونو په باب خبرې کوي.

د سعودي عربستان په مکه ښار کې د دغه سازمان مرکزي دفتر پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې دا دوه ورځنۍ غونډه د پاکستان د حکومت په همکارۍ جوړوي او دا به نړۍ ته ښيي چې اسلام "د پوهې، تمدن او عالي ارزښتونو" دین دی او په ټينګه د هغو ټولو قوانینو او اعمالو "ملاتړ" کوي چې نجونې د زدکړو تر لاسه کولو "جوګه" کوي.

بيان زياتوي چې د افرادو یا ډلو لخوا هر هغه "قانون یا کړنې"، چې د نجونو د زدکړو "مخه نیسي"، له اسلامي لارښوونو سره په "ټکر" کې دي.

په غونډه کې افغانستان ولې مهم بلل کېږي؟

په اسلام اباد کې دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شویو طالبانو لا هم د ښځو پر تعلیم او کار بندیز ته دوام ورکړی دی.

یو شمېر افغانې زده کوونکې او د ښځو د حقونو فعالانې له دې ناستې تمه لري چې د زده کړو د بندیز په برخه کې به د طالبانو په دریځ اغیز ولري.

د ښوونځي تړلې دروازه، ناهیلې افغان نجلۍ عکس ملالۍ بشیر جوړ کړی
د ښوونځي تړلې دروازه، ناهیلې افغان نجلۍ عکس ملالۍ بشیر جوړ کړی

د خوست ولایت اوسېدونکې او د ښوونځي اتم ټولګي زده کوونکې او له زده کړې محرومې هریوا ازادي راډیو ته وویل:

«په اسلام اباد د اسلامي ټولنو او هېوادونو لخوا چې کومه غونډه پیل شوې دوی نه یوازې دا چې باید د نجونو د زده کړو په اړه په کې خبرې وکړي بلکې بید په افغانستان کې پر طالبانو هم فشار راوړي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

د ښځو د حقونو فعالې لطیفې سالارزۍ ازادي راډيو ته وویل چې اسلامي هېوادونه، مذهبي مشران او د مسلمانانو د ټولنې چارواکي باید د اسلامي شریعت له اړخه طالبانو ته قناعت ورکړي چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه لرې د دوی حقونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي:

«په افغانستان د نورو خلکو او ټولنو په پرتله د دیني عالملنو او مذهبي مشرانو خبرې ډېرې منل او اورېدل کېږي او اغیزمنې دي نو زموږ غوښتنې له دوی څخه دا ده چې (که هېواده بهر وي که دننه) له بېلابېلو لارو ممبر نه نیولې تر کنفرانسونو د نجونو او د ښځو د حقونو غږ اوچت کړي.»

هغوی د دې تر څنګ په دې وروستیو کې د افغانستان په ټولو طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو زده کړې هم منع اعلان کړې.

ډاکترانې: د نجونو پر طبي زده کړو بندیز د مور و ماشوم د مړینو کچ خورا زیاتولای شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

نړیوال په پرلپسې توګه د طالبانو پر حکومت له دې کبله نیوکې کوي او هغوی د مېرمنو په وړاندې له بشري حقونو په جدي سرغړونو تورنوي.

خو د طالبانو حکومت وايي چې "دوی د شریعت په چوکاټ ښځو ته خپل ټول جایز حقونه ورکړي دي."

افغانستان د اسلامي همکاريو سازمان له ۵۷ غړو هیوادونو څخه یوازینی هغه هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه پکې منع دي.

XS
SM
MD
LG