په پیښور کې افغان هنرمندان که څه هم له دغه اقدامه هرکلی کوي خو وايي دوه میاشتنی مهلت یې د ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.
د ممتاز احمد په نوم د افغانانو یوه وکیل اسوشیټیډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې د محکمې دا حکم په خپل ډول کې لومړنی هغه دی خو ځینې افغان هنرمندان بیا وايي چې دوه میاشتنی مهلت یې د ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.
دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له محکمې یې دغه غوښتنه په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو له کبله کړې چې د لنډې مودې لپاره ومنل شوه.
افغان سندرغاړي او هنرمند بریالي ولي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
«دلته د پولیسو له لاسه هنرمندان ډېر په تنګ وو، څو ځلې یې لاریونونه وکړل او غوښتنه یې وکړه چې باید خوندیتوب ته یې پام وشي، محکمې ته یې یوه عریضه یوړه زه هم پرون هلته وم، محکمې پریکړه وکړه چې نور به څوک پر افغان هنرمندانو کار نه لري او باید له دغه هېواده ستانه نه شي، دوه میاشتې ډېرې کمې دي د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو چې د اوږدې مودې لپاره داسې پرېکړه وکړي.»
ځینې افغان هنرمندان او سندر غاړي ادعا کوي چې که افغانستان ته ستانه شي نو له ډول ډول ستونزو سره به مخ شي.
یو بل افغان سندرغاړي او هنرمند همت ګل افغان چې څلور کاله کیږي پاکستان ته یې پناه راوړې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«تیره ورځ چې کومه پرېکړه وشوه ښه وه ځکه چې دلته نیونې ډېرې دي او موږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ یو، کار وبار مو ښه نه دی، که افغانستان ته ستانه شو زموږ خو کوم بل هنر نه دی زده کار نه شو کولای او په ورته وخت کې له ګواښ سره به هم مخ شو.»
افغان سندرغاړي او هنرمندان وايي که افغانستان ته ستانه شي د نورو ستونزو سربیره به یې اولادونه هم ښوونځیو او پوهنتونو ته له تګه بې برخې شي.
دوی همدا راز له هغو هېوادونو چې کډوال مني غوښتنه کوي چې د پناه غوښتنې کیسونو ته یې رسیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو کې د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیولو لړۍ تیزه شوې ده.
د روانې جنورۍ میاشتې په اومه په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي پاکستان په ورستیو ورځو کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان نیولي چې ځینې یې ستانه کړي هم دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخوانیو امنیتي ځواکونو، خبریالانو ، مدني فعالانو په ګډون ډیری سندغاړي او هنرمندان له افغانستانه ووتل او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته کډوال شول.
د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې دریو کلونو کې په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګولی او د موسیقۍ ډېر الات او توکي یې سوځولي دي.