د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د عمومي حمامونو بندیز افغان ښځې او ماشومان له ستونزو سره مخ کړي


یوه ډله افغان مېرمنې/د طالبانو تر حاکمیت لاندې
یوه ډله افغان مېرمنې/د طالبانو تر حاکمیت لاندې

 یوشمېر افغان میرمنې وايي، چې پر ښځینه حمامونو بندیز د میندو او کوچنیو ماشومانو ژوند په ځانګړې توګه په ژمي کې ستونزمن کړی دی. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په کورونو کې د حمام کولو لپاره کافي امکانات نلري.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو څه موده وروسته، دوی عمومي حمامونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

یو شمېر افغان مېرمنې، په ډیرې ناهیلۍ سره کیسه کوي چې څنګه د ښځو پر عمومي حمامونو بندیز د ژمي سړه هوا د دوی لپاره ستونزمنه کړې ده.

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، نه شي کولای د حمام کولو او د حفظ الصحې د مراعتولو لپاره خپل کورونه ګرم کړي او ماشومان یې د ژمي په سړې هوا کې د حمام کولو له امله ناروغان شوي.

افغان ماشومان
افغان ماشومان

د پلازمينې کابل اوسیدونکې فاطمه چې د زیات عمر لرونکې ده وایي چې د ښځينه حمامونو په تړل کيدو، په ځانګړي توګه په دې ساړه موسم کې له ډیرو ستونزو سره مخ ده.

«پخوا ښه و اول به مو خپل کالي مينځل بیا به مو خپل ځان مينځل، حمامونه يې وتړل، اوس پلاستیک او بوټونه سوځوو او اوبه ګرموو، ځان سم نه شو مینځلای، زما او د لمسیانو مې په دې ژمي کې ساړه کيږي.»

د هرات ښار له پخوا وختونو راهيسې د عصري او ښو حمامونو په درلودو مشهور و، د دې ښار د بډایه او بې وزلو کسانو په ګډون ټولو به د دې حمامونو له امکاناتو ګټه پورته کوله.

د هرات ولایت اوسیدونکو دوو میرمنو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې د طالبانو حکومت د حمامونو په تړلو له ښځو د حفظ الصحې زمینه اخیستې ده.

«ژمی دی، هوا سړه شوې، له هغه وخته چې حمامونه تړل شوي، زه او اولادونه مې په ازاده هوا کې ځان مینځو، ماشومان مې ناروغیږي خو نه د دوا پیسې لرو نه د داکتر، په ژمي کې یو ماشوم ښه کیږي لس نور مري، دا ژوند څه په درد لګیږي، را دې شي په یو ځل دې مونږ بمبارد کړي او مونږ دې ووژني.»

«تر دې وړاندې، خلک په ژمي هومره نه پوهیدل، ګرم حمامونه به وو، ما او ماشومانو به مې په ګرمو حمامونو کې ځانونه مينځل او نه ناروغیدو، د حمامونو په تړلو، خلک اړ دي چې په سړه هوا کې سر او ځان پریمینځي، ناروغ او سينه و بغل کیږي، مونږ ډیر بدبخته او بیچاره خلک یو.»

د بامیان ولایت اوسیدونکې، زرین هم ورته شکایت لري، وايي ښځينه حمامونو په ژمي کې د میرمنو لپاره یوه لویه هوساینه وه چې د ۴۰ تر ۵۰ افغانیو په ورکولو به د هغه له امکاناتو برخمن کیدو:

«طالبانو حمامونه وتړل، موږ میرمنې په ژمي کې له ډیرو ستونزو سره مخ یو، ناروغه کیږو، غواړو د ګرمو حمامونو له امکاناتو ګټه پورته کړو، خو نه شو کولای د کور تشنباونه ګرم کړو.»

د کابل اوسیدونکې، شازیې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پر حمامونو بندیز د هغې په ماشومانو کې د سینه او بغل او تنفسي ناروغیو لامل شوی.

«طالبانو حمامونه وتړل، زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، په کور کې نه شو کولای چې د ځان او ماشومانو د مینځلو لپاره تشناب ګرم کړو، په ژمي کې که حمام ونه کړو بخار باسو، زما غوښتنه دا ده چې حمامونه دې بیرته پرانیستل شي.»
د کابل اوسېدونکې

طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال په مني کې په افغانستان کې له خپلې واکمنۍ څه موده وروسته د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د لړۍ په دوام کې ښځينه عمومي حمامونه هم وتړل، دوی وايي چې دا عمومي حمامونه له شرعي اړخه جواز نلري.

د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو نور سخت بندیزونه هم لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونونو د نجونو پر زده کړو ، په نادولتي او ډیریو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، د حجاب اجباري کول، له محرم پرته د دوی پر لرې واټن سفر محدودیت، تفریحي پارکونو ښځينه حمامونو او لوبغالو، ته د ښځو پر تګ بندیز، هغه محدودیتونه دي چې د طالبانو لخوا پر افغان میرمنو او نجونو لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG