پر طالبانو د بشري حقونو د نه رعایت له کبله د اندېښنو په دوام د بشري حقونو یو بنسټ وايي له نښو نښانو داسې ښکاري چې په نوي میلادي کال کې چې نن یې ۱۱مه ورځ ده، دا وضعیت لا کړکېچن شي.
د بشري حقونو د رعایت په باب، د نړیوالو بنسټونو له انتقادونو او غوښتنو سره- سره طالبانو خپل دریځ نرم کړی نه دی.
د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان یوه څېړونکي او غړي خالد ایثار له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، فکر نه کوي چې په ۲۰۲۵م کال کې دا وضعیت بدل شي:
«اوسني وضعیت ته په پام له بده مرغه زه په ۲۰۲۵م کال کې داسې قوي نښه چې په دغه کال کې یو قوي بدلون او خوځښت راولي- نه وینم. زما اټکل دا دی چې په ۲۰۲۵م کال کې به هم اوسنی وضعیت چې د بشري حقونو په تړاو کړکېچن دی، دوام ومومي. ښايي په ځینو مواردو کې لا خراب شي. زما انګېرنه دا ده چې د افغانستان خلک به بیا هم د بشري حقونو درد، کړاو او چلنج سره مخامخ وي، بیا به هم له چلنجونو او بحران ډک کال په مخکې ولري.»
ښاغلی ایثار وايي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له طالبانو سره د ځینو هېوادونو په تعامل پورې هم تړاو لري، که چېرې دغه هېوادونه بشري حقونه د خپلو پالیسیو لومړیتونو کې شامل کړي، ممکن په افغانستان کې د روان وضعیت پر بدلون هم اغېز وکړي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان دغه غړي هیله وښوده، چې نړیواله جزايي محکمه به په افغانستان کې له بشري حقونو د روانو سرغړونو په اړه په ۲۰۲۵م کال کې یو لړ اقدامات وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما تېره میاشت د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، چې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب د له منځه تلو په حال کې دی.
یوناما د طالبانو له حکومته غوښتي وو، چې په ټول هېواد کې د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه ومني.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه صوتي پیغام کې ویلي وو، د دوی د حکومت د محکمو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د ټولو خلکو حقونه تامین شوي دي.
طالبانو په خپله څه کم درې نیم کلنه واکمنۍ کې پر افغان ښځو د کار او زده کړو په ګډون سخت محدودیتونه لګولي، بشپړ حجاب یې پرې اجباري کړی او ښځې یې له نارینه محرم پرته له اوږده سفر راګرځولي، نجونې او ښځې ورزشي لوبغالو، پارکونو او عمومي حمامونو ته نه شي تلی.
دغه شان یې د امربالمعروف په نوي قانون کې د دوی مخونه او غږ هم عورت بللی دی.
ځینې نجونې او ښځې وايي په تېرو څه کم درې نیمو کلونو کې چې طالبانو پر قدرت ولکه ټینګه کړې د ټولنې د زیاتو قشرونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې فشارونه زیات شوي دي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:
«په فعلي شرایطو کې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخې ښځې د عدالت لپاره داسې یوه مرجع نه شته چې هلته دوی هلته خپل شکایت او غږ ورسوي. له جنسي تاوتریخوالي د ژغورلو لپاره اوس هېڅ ځای نه شته چې ښځې ورشي. د هېواد په سطحه د ملاتړ سیسټم چې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو د حقونو فعالانو رامنځته کړی و، اوس له منځه تللی دی. طالبانو د امن خونې هم تړلي چې هلته له تاوتریخوالي سره مخامخې ښځې په کې اوسېدې.»
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په لړم/عقرب میاشت کې ویلي وو، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت له پامه ونهغورځوي.
طالبانو په زمري/ اسد میاشت کې ریچارډ بنیټ د دې ډلې پر ضد د منفي تبلیغاتو په خپرولو تورن کړ او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګاوه.
د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو تر ټولو وروستی محدودیت په طبي انستیتوتونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو منع کول وو، چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.