مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۵مه) وویل، چې سویلي افریقا د قانون خلاف کارونه کوي او د هغه دنده د امریکا د ملي ګټو پرمخ وړل دي، نه دا چې د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کړي.
د تنوع، مساوات او شمولیت (DEI) پالیسي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا تر نیوکو لاندې راغلې ده. ټرمپ د اقلیم د بدلون په اړه هم شک لري او تېرې میاشت یې د دوهم ځل لپاره امریکا د پاریس له تړون څخه وایستله.
ټرمپ د سویلي افریقا د مځمکو پالیسۍ په اړه هم شکایت کړی، او ویلي یې دي چې سویلي افریقا مځمکې ضبطوي او له ځینو طبقو سره ناسم چلند کوي.
سربېره پر دې، په سویلي افریقا کې زېږېدلي میلیاردر ایلن ماسک هم سویلي افریقا په ښکاره توګه د نژاد پرستو قوانینو په درلودو تور کړی, او ویلي یې دي چې سپین پوستي خلک هلته قربانیان دي.
د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا تېره اوونۍ د خپل هېواد د مځمکو د پالیسۍ دفاع وکړه، ویې ویل چې حکومت هېڅ مځمکه نه ده ضبط کړې او د دې پالیسۍ موخه دا ده چې خلک ځمکې ته عادلانه لاسرسی ولري.
رامافوسا په ایکس/ پخواني ټویټر کې ولیکل، چې په سویلي افریقا کې په دې وروستیو کې تصویب شوی د ځمکې قانون د ځمکې د ضبطولو وسیله نه ده، بلکې یوه قانوني پروسه ده چې په عادلانه ډول او د اساسي قانون سره سم ځمکې ته د خلکو لاسرسی تضمینوي.
د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا د فبرورۍ په ۴مه د ایلن ماسک سره خبرې وکړې، ترڅو د هغه څه په اړه اندېښنې راپورته کړي، چې هغه یې د ولسمشر ټرمپ لخوا د غلطو معلوماتو خپرول بولي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي برخې په وینا، د سویلي افریقا د مځمکې سپین پوستي مالکین لا هم د آزادې کرنیزې ځمکې درې پر څلورمه برخه لري، کوم چې د ۲۰۱۷ کال د ځمکې د پلټنې له مخې، د تور پوستو د ملکیت ۴ سلنه ځمکې سره توپیر لري، چې د سویلي افریقا د نفوس ۸۰ سلنه جوړوي.
د جي ۲۰ سرمشریزې کې د امریکا نه ګډون به د سرمشریزې لپاره یو ګوزار وي، او لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین جګړې په اړه ډیپلوماسي غواړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د لیدنې فرصت له لاسه ورکړي.
په جي ۲۰ (G20) کې ارجنټاین، اسټرالیا، بریتانیا، برازیل، کاناډا، چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، سویلي کوریا، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا، ترکیه، متحده ایالات، او دوه سیمهییز سازمانونه، اروپايي اتحادیه او افریقایي اتحادیه شامل دي.