د فرانسې د دفاع وزیر سیباستین لیکورنو نن پنجشنبې (د فبرورۍ ۶مه) پر خپلې ایکس/پخواني ټویټر پاڼې لیکلي:
"د میراژ ۲۰۰۰ جنګي الوتکې مو نن سهار اوکراین ته سپارلې."
خو هغه دا نه دي ویلي چې څو الوتکې سپارل شوې دي. لیکورنو زیاته کړې چې په فرانسه کې د وروستیو میاشتو پر مهال روزل شوي اوکرایني پیلوټان به وکولای شي د دغو الوتکو په مرسته د اوکراین فضا دفاع کړي.
د ۲۰۲۵ کال په پیل کې فرانسې اعلان کړی و چې اوکراین ته به میراژ ۲۰۰۰ الوتکې ورکوي، څو دغه هېواد وکولای شي د روسیې د توغندیزو بریدونو مخه ونیسي، چې د اوکراین برېښنايي تاسیسات په نښه کوي.
دغه الوتکې له هوا څخه مځکې ته د برید لپاره توغندیو او د برېښنايي جګړې ضد سیسټمونو سره سمبالې دي.
اوکراین له اوږدې مودې هڅه کوي چې له لویدیځو متحدانو پرمختللې جنګي الوتکې ترلاسه او د روسیې هوايي بریدونه دفع کړي.
په ۲۰۲۳ کال کې یو شمېر لویدیځو هېوادونو د امریکا متحده ایالاتو له موافقې وروسته، د ۲۰۲۴ کال په اګست کې اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي الوتکې وسپارلې.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د میراژ ۲۰۰۰ الوتکو تر رسیدو وروسته وویل:
"دا د اوکراین د امنیت د ټینګښت لپاره یو بل ګام دی."
دغې نوې پوځي مرستې ته په داسې حال کې د اوکراین لاسرسی موندلی چې روسیه هڅه کوي د اوکرایني سرتېرو دفاعي کرښې ماتې کړي.
بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.
د روانې فبرورۍ ۲۴مې نېټې سره د اوکراین د جګړې درې کاله پوره کیږي.