د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونو غبرګونونه پارولي


د بښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد رویټرز اژانس ته وویل له غزې څخه په زوره د فلسطنیانو ایستل چې د دوی په خوښه نه وي، جنګي جنایت ګڼل کیږي.

د بښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد رویټرز اژانس ته وویل له غزې څخه په زوره د فلسطنیانو ایستل چې د دوی په خوښه نه وي، جنګي جنایت ګڼل کیږي.

دغه سازمان ویلي دي چې دا له شرمه ډک ظالمانه اقدام دی.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره پرون په واشنګتن ډي سي کې د خبرې غونډې پرمهال وړاندیز وکړ چې متحد ایالتونه دې غزه ونیسي او له اقتصادي پلوه دې په پښو ودروي.

ښاغلی ټرمپ وایي، کله چې ټول فلسطنیان د غزې له تړانګې ووځي او په بل ځای کې ځای پرځای شي، دغه سیمه به متحد ایالتونه په خپل واک کې واخلي او د هغې په اقتصادي وده کې به مرسته وکړي.

د ښاغلي ټرمپ تر خبرو وروسته پرون سپينې ماڼۍ وویل چې ولسمشر دا وړاندیز د دې لپاره نه دی کړی چې د فلسطنیانو دا سیمه به نیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت خبریالانو ته وویل چې ښاغلی ټرمپ په دې باور دی چې د سیمې د ثبات د تضمین لپاره پکار ده چې متحد ایالتونه د غزې په رغاونه کې برخه ولري.

په واشنګتن ډي سي کې تر پروني خبري کنفرانس وروسته متحده عربي اماراتو د فلسطنیانو له هر راز بیځایه کیدو سره مخالفت وکړ. دغه هیواد ټینګار وکړ چې له سیاسي لارې باید دې ته زمینه برابره شي چې د اسراییل ترڅنګ د فلسطنی یو خپلواک دولت جوړ شي.

فرانسې هم له غزې څخه د فلسطنیانو د اجباري بیځایه کیدو وړاندیز غندلی او خبرداری یې ورکړی دی چې دا کار به په ټول منځني ختیځ کې د ګډوډۍ سبب شي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې یوه ویاند پرون وویل، غزه باید په راتلونکې کې د یوه فلسطنیي دولت اساسي برخه وي. دغه ویاند زیاته کړه چې اروپایي ټولنه داسې حل لارې ته ژمنه ده چې د اسراییل ترڅنګ یو فلسطني دولت جوړ شي.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون وویل چې ډونالډ ټرمپ غواړي چې فلسطنیان تر هغه وخت له غزې ووځي چې دا سیمه بیارغول کیږي.

XS
SM
MD
LG