د جرمني صدراعظم چې د پیښې پرمهال په بهر کې په سفر کې و، ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
یو افغان په چاقو یو دوه کلن هلک او یو سړی د جرمني په یوه عمومي پارک کې ووژل، تر پيښې وروسته پولیسو دا کس ونیو.
د جرمني صدراعظم پرون د دې پيښې پرمهال په فرانسه کې و، ده دا پيښه وغندله او هغه یې د نه منلو وړ ترورېستي عمل وباله.
اولاف شولڅ زیاته کړه چې څرنګه دا کس چې په جرمني کې یې د کډوالۍ غوښتنه رد شوې ده، لاهم په جرمني کې پاتې شوی دی.
د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن د دې پیښې په تړاو وویل چې دا وژل شوی سړی یو څلویښت کلن و او هغه وخت سخت ټپي شو چې د دې ماشوم د دفاع لپاره یې ځان سپر کړ.
دې کس بیا له اخیستو ټپونو ساه ورکړه. دا پيښه د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د اشافن بورګ په ښار کې وشوه. د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر هیرمن وژل شوی هلک مراکشي الاصله یاد کړ. د پيښې پرمهال د وړکتون د یوه ښوونکي لاس د تښتیدو پرمهال مات شوی دی.
د بایرن ایالت د روغتیا وزیرې جودیت ګیرلاخ وویل چې په دې پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي. د نوموړې په وینا د ماشوم غاړه زخمي شوې ده خو ټپ یې ژور نه دی او یو بل سړی چې په ټټر کې په چاقو ټپي شوی دی، عملیات شوی دی.
پولیسو تر پیښې وروسته یو اته ویشت کلن افغان د پيښې ځای ته نژدې نیولی او یو بل افغان یې هم هلته د شاهد په صفت له ځان سره بیولی دی.
د پيښې اصلي تورن په دوه زره دوه ویشتم کال کې جرمني ته تللی و او د پناه اخیستو درخواست یې رد شوی دی. د بایرن ایالت د کورنیو چارو د وزیر په وینا ټاکل شوې وه چې دا کس د دوه زره څلرویشتم کال په وروستیو کې په خپله له جرمني ووځي.
څارنوالان وایي چې د دې پيښې د انګیزې د موندلو لټه کوي او داسې ښکاري چې علت یې رواني ستونزې وي.
د تورن کس په ځای کې پولیسو داسې کوم سند نه دی پيدا کړی چې له هغه څخه جوته شي چې دی له کومې افراطي مذهبي ډلې سره ارتباط لري، خو داسې اسناد یې ترلاسه کړي دي چې د دې کس د رواني تکلیف نښې ترې څرګندیږي.
د بایرن د کورنیو چارو د وزیر ښاغلي هیرمن په وینا تورن کس تر دې پیښې مخکې هم درې ځله داسې څه کړي وو چې د پولیسو توجه یې ځانته اړولې وه او بیا د رواني تکلیف له امله ارواپوه ته استول شوی و.
د یوه کال په ترڅ کې په جرمني کې څو ځله بهرنیانو بریدونه کړي دي چې دې پیښو په جرمني کې د کډوالو پر ژوند ډېر اغیز شیندلی دی.