د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د اوکراین ولسمشر د ۲۰۰ زره کسیز سوله ساتي ځواک وړاندیز وکړ


ولودیمیر زیلینسکي
ولودیمیر زیلینسکي

په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د سولې د موافقې لپاره غوښتنې زیاتې کړې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اروپا د سوله ساتو ځواکونو د ۲۰۰ زره کسیز ټیم د جوړولو وړاندیز وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم د یوې غونډې په ترڅ کې، کله چې له روسیې سره د راتلونکي اوربند د موافقې لپاره د سوله ساتو ځواکونو په اړه وپوښتل شو، وویل چې له ټولو اروپایي هیوادونو څخه به د ورته ځواکونو لږ تر لږه ۲۰۰ زره کسان وي که نه نو دا هیڅ شی نه دی.

زیلنسکي ویلي چې داسي یو ځواک به یوازې د عمومي امنیتي تضمین یوه برخه وي چې کییف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوربند د خبرو د پیلېدو په صورت کې ورته اړتیا لري.

زیلنسکي په جلا توګه بلومبرګ نیوز ته وویل چې د هر ډول سوله ساتي ځواک د اغیزمن کیدو لپاره باید د متحده ایالاتو سرتیري پکې شامل وي. د هغه په وينا، دا کار د امريکا له متحدو ايالتونو پرته نه شي کېداى.

د زېلېنسکي په وینا، حتی که ځینې اروپایي ملګري فکر وکړي چې دا امکان لري، خو دا ممکن نه‌دی، ځکه هېڅوک به له متحده ایالاتو پرته ځان په خطر کې وا نه‌چوي. دا ګام کولای شي ناټو ووېشي، او د دې اتحاد وېشل د پوتین خوب دی.

۲۰۰ زره سوله ساتي ځواکونه به د اروپا لپاره یوه بې سارې هڅه وي او دا ځواک به د اروپا د ډېرو هیوادونو تر ځواکونو خورا لوی وي.

په ۱۹۹۶ کال کې په بوسنیا او هرزیګوینا کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ماموریت ۶۰ زره سرتیری درلودل چې شاوخوا دریمه برخه یې امریکایې سرتیري وو.

زیلنسکي وویل، دې ته په پام چې د روسیې اردو له ۱.۵ ملیون څخه ډیر پرسونل لري او اوکراین یوازې د دې شمیری نیمایي برخه پرسونل لري، نو ځکه یو لوی نړیوال ځواک ته اړتیا لیدل کیږي.

بریتانیايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد صدراعظم کیر سټارمر او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جګړې د پای ته رسولو لپاره له هر ډول موافقې وروسته اوکراین ته د سوله ساتي ځواک په توګه د سرتیرو د لیږلو په اړه خبرې کړې دي.

زیلنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه خبره هم تکرار کړه چې د چین ولسمشر شي جین پینګ کولای شي د سولې لپاره د روسیې په هڅولو کې مرسته وکړي.

ولودیمیر زیلنسکي دا هم وویل چې د هغه ټیم اوس له ډونالډ ټرمپ سره د مستقیمې ناستې د جوړولو په حال کې دی.

په اوکراین کې جګړه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کرملین له خوا د اوکراین د کریمیا د ټاپووزمې له غیرقانوني الحاق سره پیل شوه، ړ ۲۰۲۲ میلادي کال په فبرورۍ کې د روسیې له بشپړ یرغل سره شدیده شوه او لا هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG