د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

سویډن کمېټه وايي نور به په افغانستان کې دننه فعالیت ونه لري


دغې کمېټې د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له دې وروسته به د «افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې» په نوم له هېواده بهر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دې خبرې د دې کمېټې کارکوونکي، هغه اړې کورنۍ چې له دې بنسټ یې مرستې ترلاسه کولې او یو شمېر خېریه بنسټونه اندېښمن کړي دي.

د کاپیسا ولایت اوسېدونکی، الیاس وايي چې یو لاس یې تکلیف لري او د سویډن کمېټې لخوا به یې کله ناکله مرسته ترلاسه کوله خو اوس د دې کمېټې د فعالیتونو د درېدو له امله ډېر اندېښمن دی:

«یو لاس مې ستونزه لري، سم حرکت نه شي کولای، پخوا به همدغې د سویډن کمېټې موږ ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، ځکه زه خپله د دې توان نلرم چې درملنه وکړم، او د خپل لاس له امله چېرې کار هم نه شم کولای.»

د سویډن کمېټې د فعالیت په درېدو سره هغه کسان چې له دغې ادارې سره په کار بوخت وو اوس وزګاره شوي دي.

یوې مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وویل چې له څو کلونو راهیسې یې په کابل کې له سویډن کمېټې سره کار کاوه او د دغې کمېټې پر فعالیتونو د بندیزونو له لګولو وروسته وزګاره شوې ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل: «د سویډن کمېټې فعالیتونه په افغانستان کې ودرول شول، زموږ همکاران ډېری یې د خپلې کورنۍ یواځیني ډوډۍ ګټونکي ول، د افغانستان په دې ستونزمنو شرایطو کې د دندې له لاسه ورکول او د نوې دندې پیدا کول موږ ټول یوه کړکیچن حالت سره مخ کړي یو او د دې تر څنګ په دې هېواد کې میلیونونه کسان چې په بېلابېلو برخو لکه روغتیا، زده کړې، د کلیو پراختیا او معلولیت په برخه کې یې د سویډن کمېټې خدمتونه ترلاسه کول په مستقیم ډول اغېزمن شول.»

دغه شان یو شمېر خېریه بنسټونه وايي، چې دوی په افغانستان کې د سویډن کمېټې په همکارۍ تمویلېدل.

د یوه خېریه بنسټ مسوولې مېرمن ارین په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: «موږ هیڅ بودیجه نلرو چې خلکو سره مرسته وکړو، د سویډن کمېټې په شان بنسټونه موږ سره مرسته کولای شي چې د کورنیو لاسنیوی وکړو، همدا د سویډن کمېټه وه چې د معلولو ماشومانو درملنه یې کوله، خو اوس په سلګونه دغه ماشومان په کور کې پاتې کېږي او په سلګونه کسان وزګاره کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې سویډن کمېټې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۹ نیټه په یوې اعلامیه کې ویلي و چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د د دې کمېټې د فعالیتونو د درولو د فرمان له امله یې خپل ډېری فعالیتونه د ناروې کمېټې ته سپارلي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۱مه په سویډن کې د ځینو کسانو له خوا د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې په افغانستان کې د دې هېواد اړوند ټولو سازمانونو ته امر وکړ چې خپل فعالیتونه ودروي.

د سویډن کمېټې بیا ټینګار کړی و چې د دوی له حکومت سره هیڅ تړاو نه لري، یو نادولتي بنسټ دی او طالبانو دا وضعیت ناسم درک کړی.

د سویډن کمېټې په هغه وخت کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو څخه د زیاتې مودې وروسته د فعالیتونو په بندولو سره به په ۱۶ ولایتونو کې د دوی شاوخوا ۷ زره کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

دې سازمان همدا شان اعلان کړی و چې په افغانستان کې به سلګونه زره خلک له روغتیايي، ښوونیزو او پرمختیایي خدماتو څخه بې برخې شي.

د سویډن کمېټه په ۱۹۸۰ کال کې په افغانستان کې جوړه شوه او د ۲۰زره معلولیت لرونکو کسانو سره یې مرسته کړې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG