د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

یونسیف وايي، د هوا له سړېدو سره ډېر شمېر افغان ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته شوي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو سره، افغان ماشومان د تنفسي ناروغیو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د یو شمیر نړیواله سازمانونو په وینا افغانستان سږنی ژمی سخت دی، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو سره، د افغان ماشومانو په منځ کې تنفسي ناروغۍ په ډېرېدو دي.

یونیسف د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپانه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د اسیا د پرمختیايي بانک او کاناډا په همکارۍ یې روغتونونو ته اړین درمل او توکي رسولی دي، چې د ماشومانو لپاره د درملنې خدمتونه برابر کړي.

ياد سازمان زياتوي چې روغتونونو ته د درملو په لېږلو سره، بېرته ډاډ ترلاسه کوي چې ماشومانو ته ضروري روغتيايي خدمات ورسیږي.

یونیسف تیر کال په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو یو لک او ۶۰ زره پېښې ثبت کړې وې او ویلي یې وو چې ۶۲ سلنه ناروغان هغه ماشومان وو چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي له رارسېدو سره په افغانستان کې ډېرى کورنۍ په تنفسي ناروغيو د خپلو ماشومانو له اخته کېدو شکايت کوي.

دوى وايي چې ماشومان يې له جدي تنفسي ناروغيو سره مخ دي او د اقتصادي ستونزو له امله يې درملنه ورته ستونزمنه ده .

ډېرى کورنۍ په تنفسي ناروغيو د خپلو ماشومانو له اخته کېدو شکايت کوي

د کابل اوسېدونکي راز محمد ازادي راډیو ته وویل:

"تنفسي ناروغۍ ډېرې شوي ټول ماشومان يې نيولي او ان لويان هم ترې په امن نه دي لامل يې دا دى چې بارانونه نشته هوا خرابه ده خپله هم په کور کې شپږ اووه مريضان لرو."

د ننګرهار اوسېدونکى احمدالله هم ورته خبره کوي او د خلکو بې وزلې او په وخت نه درملنه د دې ناروغۍ په وړاندې بله ستونزه ګني:

"په ننګرهار کې د سختې سړې هوا له امله ډېرى ماشومان له سختو تنفسي ستونزو سره مخ دي د بې وزلٸ ستونزه هم شته چې پر وخت درملنه یې نشي کېدای، روغتونو کې هم سم صحي خدمات نه ورته وړاندې کېږي، خپله مې هم دوه ماشومان ناروغان دي بې کيفيته دوا ګانې دي هېڅ تاثير نه پرې کوي يو ورځ روغ وي بيا ولوېږي."

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري په ماشومانو کې د دغې ناروغۍ د درملنې او نوروته یې د خپرېدو د مخنیوي په اړه وايي:

"کله چې په يوه کورنۍ کې يو ماشوم په تنفسي ناروغۍ اخته وي کورنۍ يې بايد کوښښ وکړي چې درمل يې په کافي اندازه ورکړي، مايعات ورکړي، د ترکارۍ سوپ، چاى، يخني، اېشېدلې اوبه چې ورته ګټه کوي ورکړي، د خپلسرو درملو له ورکړې څخه بايد ډډه وکړي د مخنيوي په خاطر بايد خپل ماشومان په منظم ډول واکسين کړو د خونې هوا بايد معتدله وساتو، نه بايد ډیره ګرمه وي نه ډیره سړه، د دې ترڅنګ د کوټې کړکيو ته بايد پلاستيک ور نه کړو د ورځې يو ځل دوه ځلې بايد کوټې ته پاکه هوا پرېږدو، د ناروغ ماشوم د استفادې توکي بايد جلا کړو"

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي په روان ژمي کې یې له ۳۲ زرو څخه له زیاتو افغان کورنیو سره د ورځينيو اړتياوو او د ځان تودولو په برخه کې نغدي مرسته هم کړې.

د یونسف په خبره دا هڅې د متحده ایالاتو د پراختیایي ادارې (USAID) په همکارۍ شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې یادونه کړې چې د ژمي په راتګ سره اقتصادي فعالیتونه کمېږي او واوره د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي له اساسي خدماتو څخه بې برخې کوي.

د یادونې ده چې مخکې هم یو شمیر نړیوالو سازمانونو روان ژمی په افغانستان کې سخت بللی و.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو ایف پي) هم د ډسمبر په ۲۴ مه پر خپله اېکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي و چې افغانستان "بې رحمه" ژمي سره مخامخ دی او روان ژمي دوی کولای شي یوازې له شپږ میلیونونه کسانو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG