د طالبانو په حکومت کې یوې لوړپوړې سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی به امریکا ته بېرته یوه مرمۍ هم ور نه کړي.
دغه طالب سرچینې وویل دوی په تېرو شلو کلونو کې له امریکا او ناټو سره په جګړو کې په زرګونو قربانۍ ورکړي او په خبره یې "محدودې پاتې شوې وسلې او تجهیزات" به د دې قربانیو په بدل کې په هېڅ صورت ورنه کړل شي.
سرچینې ټینګار وکړ چې امریکا دې له دوی سره د تقابل پالیسۍ مخته وړلو پر ځای د تعامل لاره غوره کړي چې په خبره یې دا دواړو اړخونو په "خیر" ده.
دا طالب سرچینه ادعا کوي چې امریکا له افغانستان د وتلو پر مهال سمه نیمایي وسلې او تجهیزات له منځه وړي او په خبره یې الوتکې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته انتقال کړي.
سرچینه زیاتوي د اسلامي دولت ډلې (داعش) او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو او لمنځه وړلو لپاره نه یوازې امریکا بلکې په خبره یې ټول دخیل هېوادونه دې له افغانستان سره د یو هوکړه لیک پر بنسټ د پرمختللو وسلو او ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي؛ ځکه د ده په باور داعش دا هېوادونه هم ګواښي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د لوړې له مراسمو یوه ورځ مخکې خپلو پلویانو ته په یوه وینا کې وویل چې طالبان دې په افغانستان کې د امریکا د میلیاردونو ډالرو پاتې شوي تجهیزات بېرته ورکړي.
ټرمپ وویل امریکا په کلني ډول په میلیارونو ډالر طالبانو ته ورکوي او زیاته یې کړه چې که میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکوي نو په خبره یې شرط به یې دا وي چې د دوی پوځي تجهیزات دې بېرته ورکړل شي.
د پوځي او سیاسي چارو ځینې افغان پوهان بیا د دې موضوع په اړه بېلابېل لیدلوري لري.
د پوځي چارو پوه احمد خان اندړ ازادي راډیو ته وویل چې امریکا په دې ډول څرګندونو پر طالبانو فشار واردوي خو په خبره یې که چېرې دا خبرې عملي کوي نو په سیمه او نړۍ کې ناامنۍ او نورې جګړې ته زمینه برابروي:
"اوس چې امریکا غواړي له طالبانو وسلې واخلي زما په اند دا ناممکنه خبره ده، امریکا غواړي پر طالبانو فشار راولي، خو طالبانو نور دوستان لکه روسیه، چین او ایران پیدا کړي، نو که چېرې امریکا په جبري توګه خپلې وسلې وغواړي، یوې بلې جګړې ته به لاره هواره کړي."
د سیاسي چارو پوه حکمت الله حکمت بیا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د ټرمپ دا خبرې په حقیقت کې د قطر د پروسې بیا راژوندي کول او پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره دي، دغه شان د ځینو هغو غوښتنو د عملي کولو لپاره دي چې د امریکا د ګټو پر وړاندې طالبان ژمن کړي او په سیمه کې له داعش سره د مبارزې، روسیې، چین او ایران کې د امریکا د ګټو په نظر کې نیول دي."
د ځینو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونه چې تېر شل کاله په افغانستان کې وو، د کال ۲۰۲۱ د اګسټ میاشت کې کله چې له افغانستان ووتل، د ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات یې پاتې شول چې د طالبانو لاس ته ورغلل.
د یادونې ده چې طالبان هر کال د خپلې واکمنۍ د بریا د نمانځلو پر مهال په پوځي پرېډونو کې دا تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي.