د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ننګونو په اړه د ناروې د کډوالو شورا (NRC) اندیښنه ښودلې چې میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو د شړلو له ګواښ سره مخامخ دي.
دې شورا پرون چهارشنبې په یوه بیان کې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ترینګلی او ناهیلی کوونکی بللی دی.
د دې بیان پر اساس، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ستنولو له امله دوی د بې کارۍ، د بشري حقونو د نقض او بې وزلۍ په څېر له لویو ننګونو او ازموینې سره مخامخ دي.
په خبرپاڼه کې دغه شان ویل شوي چې افغانستان د څو لسیزو جګړو، د نازک اقتصادي وضعیت او د اقلیمي بدلون له کبله د میلیونو افغان کډوالو ستنېدنې ته، چې په راتلونکو میاشتو کې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، چمتوالی نه لري.
د ناروې د کډوالو شورا په خبرپاڼه کې د د دې شورا د مشر یان ایګلنډ له قوله راغلي چې نوموړي د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په اړه له طالب چارواکو سره هم خبرې کړي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم پرون (چهارشنبه/ د سلواغې ۳ مه) په خپله اېکسپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره کتلي دي.
د ناروې د کډوالو شورا پر افغان نجونو د زده کړو په برخه کې محدویتونو ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو له لوري پر منځنیو زده کړو د دوامداره بندیز له کبله ۱،۵ میلیونه نجونې له زده کړې بې برخې شوي دي.
ښاغلي یان پر افغان میرمنو او نجونو د محدویتونو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی او د وضعیت د سمون او افغان نجونو او ښځو ته د دوی د بشري حقونو د بېرته ستونې لپاره یې له طالبانو سره د تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې، چې د میلیونونو افغان کډوالو کوربانه دي، ځینې کډوال وايي چې په وروستیو کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال عباس په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«په اسلام اباد کې یوه نانوايي کې کار کوم، نن سبا د پولیسو نیول بیخي زیات شوي دي، ډیر کسان یې ونیول او افغانستان ته یې ډیپورټ کړل، موږ او نور ټول کډوال په وېره کې یوو داسې نه چې هلته مو ولیږي ځکه هلته هم داسې امکانات نشته چې موږ د ژوند چارې پرمخ یوسو.»
په ایران کې مېشت افغان کډوال نجیب الله شهریار د ورته اندیښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل:
«درې کاله کیږي چې ایران ته کډوال شوي یوو بېرته افغانستان ته هم نه شو تللی خو دلته له هر اړخه له ستونزو سره مخامخ یوو کاروبار نه شو کولی، او پولیس مو هم په عذابوي، زموږ ټولو وضعیت تقریبا یو رقم دی له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه ده چې د افغان کډوالو په برخه کې ځانګړی پام وکړي.»
سید محمد، چې دوه میاشتې کیږي له ایران خپل هیواد ته ستون شوی ازادي راډيو ته، وویل:
«په ایران کې چې وم له هغه ځایه مې کور ته پیسې رالیږلی او ګوزاره مو روانه وه، اوس چې دوه میاشتې کیږي راغلی یم بیخي کار نه پیدا کیږي، بازار ته وځم کار نه پیدا کیږي که رښتیا ووایم بیخي لاره رانه ورکه ده.»
افغان کډوال او د ناروې د کډوالو شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ تیزه کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي خو په همدې موده کې بیا څه باندې ۷۴۰ زره کسان له افغانستانه وتلي هم دي.
د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا مشر د افغانستان هرات ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي و، په داسې حال کې چې افغانستان له ناوړه بشري کړکیچ سره مخامخ دی نړیوالې ټولنې ورته شا اړولې ده.