د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ټلیفوني تماس کې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نه یوازې سپینې ماڼۍ ته د هغه د ستنېدو مبارکي ورکړه، بلکې ټینګار یې وکړ چې ریاض به له امریکا سره خپله پانګونه او سوداګري پراخه کړي.
د سعودي ولیعهد ټرمپ ته ویلي، چې هېواد به یې د امریکا له متحده ایالاتو سره خپله پانګونه او سوداګري په څلورو کلونو کې ۶۰۰ ملیارد ډالره، یا ممکن تر دې هم زیاته کړي.
د دغو ټلیفوني خبرو جزئیات د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس خپاره کړل.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د خپلې لوړې په مراسمو کې وویل، که سعودي عربستان د ۵۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د امریکایي محصولاتو رانیولو ته غاړه کښېږدي، نو دی به د بهرنیو سفرونو لپاره سعودي عربستان د لومړي هېواد په توګه وټاکي.
ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې له سعودي عربستان سره نږدې اړیکې درلودې او د هغو څلورو کلونو پر مهال چې ټرمپ په واک کې و، ریاض د ټرمپ د زوم او پخواني سلاکار جارډ کوشنر (Jared Kushner) له خوا تاسیس شوي شرکت کې دوه ملیارد ډالره پانګونه کړې وه.
دا روښانه نه ده چې سعودي عربستان به د متحده ایالاتو په کومو سکټورونو کې پانګونه وکړي، خو د اسوشیټیډ پریس اژانس د راپور له مخې، متحده ایالاتو په وروستیو کلونو کې په زیاتېدونکې توګه د سعودي عربستان د تېلو پر صادراتو خپله تکیه راکمه کړې، هغه څه چې له لسیزو راهیسې د ریاض او واشنګټن د اړیکو بنسټ و.
خو سعودي عربستان په امریکا کې پر جوړو شویو وسلو او دفاعي سیسټمونو ډېر متکي دی، چې ښايي د دې تازه پانګونې یوه برخه وي.
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د سعودي د ولیعهد او د امریکا د نوي ولسمشر تر منځ د ټلیفوني خبرو موضوع تایید کړه او ویې ویل چې محمد بن سلمان او ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د ثبات، په سیمه کې د امنیت د پیاوړتیا او د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې پر هڅو هم بحث وکړ.