د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني لپاره د سفر معافیت، چې د عمرې حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ورکړل شوی، له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي مشر او د اسماعیلیه ۴۹م امام، کریم الحسیني (اغا خان)، د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
څلورم اغا خان ، چې د نړۍ د شیعه اسماعیلي مسلمانانو روحاني مشر ګڼل کېده، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو. د هغه بنسټ وايي چې نوموړی د فبرورۍ په ۴مه په پرتګال کې، د خپلې کورنۍ د غړو د حضور پر مهال، ساه ورکړه.
څو شېبې وروسته له دې چې پر چین د متحده ایالتونو له خوا د تعرفې د لوړولو پرېکړه عملي شوه، چین له امریکا څخه پر وارداتو د تعرفې د لوړولو اعلان وکړ.
پاکستان د امریکا په ګډون له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې هغه افغانان، چې دوی له مخکې منلي یا یې د منل کېدو پر کیسونو غور روان دی او په دې هېواد کې انتظار باسي، ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ولېږدوي، کنه د مارچ له میاشتې وروسته به یې له خپلې خاورې وباسي.
ټاکل شوې چې د اسراییل صدراعظم نن سې شنبې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ویلي د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او بشري او اقتصادي برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړي. سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د بشار الاسد پرضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل هیواد ته د کاناډا، مکسیکو او چین د محصولاتو پر وارداتو تعرفې لوړې کړې.
د شنبې په ورځ د مصر، اردن، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، فلسطین او عرب ټولنې په ګډ بیان کې راغلي چې دوی له هر ډول طرحې سره چې په نتیجه کې یې فلسطینیان له خپلو اصلي مېنو بېځایه کېږي، مخالف دي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د شوي اوربند په ترڅ کې به د شنبې په ورځ حماس درې نوراسراییلي یرغمل خوشې کړي. اسراییل یې هم په بدل کې په لسګونو فلسطیني بندیان خوشې کوي. تراوسه له لسو زیات اسراییلي اوپنځه ټایلنډي یرغمل خوشې شوي خو د اسراییلي چارواکو په وینا تراوسه له اتیاوو زیات یرغمل له حماس سره دي.
وروسته له هغه چې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې یوه مسافر وړونکې الوتکه له یوې پوځي بلک هاک څرخکې سره ټکر شوه، د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څېرمه د لټون او ژغورنې عملیات پیل شول.
نور راوښيه