د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، چې پرون دوشنبې یې له متحدو ایالتونو ته سفر کړی، وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره به په غزه کې پر حماس د بریا، د ټولو یرغملو د خلاصون او د ایران او ورسره د تړلو نیابتي ترهګرو ډلو په وړاندې د اقداماتو په اړه خبرې وکړي. هغه وویل، اسراییل کولای شي چې سولې ته پراختیا ورکړي او د ځواک له لارې سوله د پام وړ مرحلې ته ورسوي. خو پر نتنیاهو له حماس سره د شوي اوربند وروسته د ښي اړخو له خوا د جګړې د بیا پیلولو لپاره فشارونه زیات شوي دي.
ولسمشر ټرمپ، چې د اسراییل کلک ملاتړی دی، هم په غزه کې د جګړې د درېدلو ملاتړ کړی. دواړه مشران به په غزه کې د څو مرحلهییز اوربند د دوهم پړاو په اړه، چې د منځني ختیځ لپاره د هغه ځانګړي استازي له مخکې د اسراییل له صدراعظم سره پرې خبرې پیل کړي، خبرې وکړي.
خو د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې ضمانت نشي کېدای چې په غزه کې کاواکه اوربند دې دوام وکړي، خو زیاته یې کړه چې د راتلونکې په اړه به یې له نتنیاهو سره خبرې وکړي. ټرمپ د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د هڅو پر مټ یې په غزه کې له پنځلس میاشتنې جګړې وروسته اوربند نافذ شوی او له اسراییل او د منځني ختیځ له نورو هېوادونو سره خبرې ښې مخ ته روانې دي.
د اسراییل د صدراعظم دفتر وویل چې نتنیاهو به له ټرمپ سره له کتنې مخکې د دوشنبې په ورځ د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ له استازي سټیو ویټکوف سره په غزه کې د اوربند د دوهم پړاو د شرطونو په اړه خبرې وکړي. د اوربند په دوهم پړاو کې له حماس سره د پاتې یرغملو د خلاصون په اړه بحث شامل دی، چې کېدای شي په نتیجه کې یې په غزه کې جګړه په بشپړ ډول ختمه شي.
په غزه کې د نافذ شوي اوربند په لومړۍ مرحله کې، د حماس له لوري اتلس یرغمل شوي خوشې شوي او اسراییل یې هم په بدل کې په سلګونو فلسطیني بندیان خوشې کړي دي. همدارنګه، په بشري مرستو بار په سلګونو لارۍ غزې ته ننوتې دي. د نافذ شوي اوربند په نتیجه کې، د غزې د شمالي برخې په ګډون، په زرګونو بېځایه شوي بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي، چې د ملګرو ملتونو په وینا، دوی د سرپناه په ګډون سختو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوې وه، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه نیټه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او دوه نیم سوه یې یرغمل کړل. په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل په بریدونو کې له ۴۷ زرو زیات کسان وژل شوي او له سل زرو زیات هم ټپیان شوي دي. د وژل شویو او ټپیانو اکثریت یې ښځې او ماشومان ښودل شوي دي.