د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

چین په ځوابي توګه پر امریکايي وارداتو تعرفې لوړې کړې


څو شېبې وروسته له دې چې پر چین د متحده ایالتونو له خوا د تعرفې د لوړولو پرېکړه عملي شوه، چین له امریکا څخه پر وارداتو د تعرفې د لوړولو اعلان وکړ.

چین دا ناڅاپي اعلان وروسته له هغه وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې په اساس د چین پر ټولو وارداتو ګمرکي تعرفه لس سلنه لوړه شوه.

واشنګټن وايي، د چین پر وارداتو د تعرفې د لوړولو علت دا دی چې چین متحده ایالتونو ته د مخدره موادو د صادراتو مخه نه نیسي.

د چین د مالیې وزارت نن (د فبروري ۴مه) وویل چې د فبروري له لسمې نېټې څخه به د امریکا د ډبرو سکرو او د مایع طبیعي ګاز پر صادراتو تعرفه ۱۵ سلنه او پر اومو تېلو، کرنیزو تجهیزاتو او ځینو موټرو تعرفه ۱۰ سلنه لوړېږي.

له بلې خوا، د چین د سوداګرۍ وزارت د یوه جلا اقدام په ترڅ کې اعلان کړی چې د ګمرکونو ادارې یې په امنیتي دلایلو متحده ایالتونو ته د تیلوریم (Tellurium) او روتینیوم (Ruthenium) په ګډون د کیمیاوي موادو د پنځو ډولونو پر صادراتو کنټرول وضع کړی دی. پېکېنګ په عین حال کې د متحده ایالتونو پر وړاندې د ځوابي اقدام په توګه د ګوګل په اړه هم ځانګړي تحقیقات اعلان کړي دي.

د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزه جګړه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له لومړۍ دورې راهیسې روانه ده. ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې له چین څخه پر وارداتو تعرفه د دې لپاره لوړه کړه چې پېکېنګ ته فشار راوړي، او چین هم د اوس په شان له خپلې خوا تعرفې لوړې کړې وې.

د ټرمپ د پرېکړې له مخې، د چین پر وارداتو تعرفه ۱۹ سلنې ته لوړه شوې، چې د پخوا پرتله شپږ ځلې زیاتوالی ښيي، خو د امریکا پر وارداتو د چین تعرفه ۲۱ سلنې ته لوړه شوې، چې د پخوا پرتله درې ځلې زیاته شوې ده. په دې توګه د نړۍ د دوو لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د کړکېچ له کبله بازارونه سخت زیانمن شوي دي.

د فبروري په دوهمه نېټه چې متحده ایالتونو لومړی د چین پر وارداتو د تعرفې د لوړولو اعلان وکړ، چین وویل چې د امریکا د اقداماتو پر وړاندې به د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې حقوقي دعوه او ځوابي اقدامات وکړي، خو هغه مهال یې په دې اړه جزییات نه وو روښانه کړي.

د پېکېنګ او واشنګټن ترمنځ سوداګریزه جګړه داسې مهال زور اخیستی چې ښاغلی ټرمپ د مکسیکو او کاناډا پر وارداتو د ۲۵ سلنه تعرفې له ګواښ څخه په شا شو. په دې اړه له دواړو هېوادونو سره د فبروري په دریمه موافقه وشوه.

د دې موافقې له مخې، متحده ایالتونو خپله دا پرېکړه د دېرشو ورځو لپاره وځنډوله، او په بدل کې یې له دواړو هېوادونو څخه په ګډ سرحد کې د جرمونو د مخنیوي په برخه کې یولړ امتیازونه ترلاسه کړل.

له چین سره تر اوسه داسې کومه موافقه نه ده شوې، او سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ټرمپ د روانې اونۍ تر پایه د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د خبرو پلان نه لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG