څو شېبې وروسته له دې چې پر چین د متحده ایالتونو له خوا د تعرفې د لوړولو پرېکړه عملي شوه، چین له امریکا څخه پر وارداتو د تعرفې د لوړولو اعلان وکړ.
پاکستان د امریکا په ګډون له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې هغه افغانان، چې دوی له مخکې منلي یا یې د منل کېدو پر کیسونو غور روان دی او په دې هېواد کې انتظار باسي، ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ولېږدوي، کنه د مارچ له میاشتې وروسته به یې له خپلې خاورې وباسي.
ټاکل شوې چې د اسراییل صدراعظم نن سې شنبې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ویلي د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او بشري او اقتصادي برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړي. سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د بشار الاسد پرضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل هیواد ته د کاناډا، مکسیکو او چین د محصولاتو پر وارداتو تعرفې لوړې کړې.
د شنبې په ورځ د مصر، اردن، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، فلسطین او عرب ټولنې په ګډ بیان کې راغلي چې دوی له هر ډول طرحې سره چې په نتیجه کې یې فلسطینیان له خپلو اصلي مېنو بېځایه کېږي، مخالف دي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د شوي اوربند په ترڅ کې به د شنبې په ورځ حماس درې نوراسراییلي یرغمل خوشې کړي. اسراییل یې هم په بدل کې په لسګونو فلسطیني بندیان خوشې کوي. تراوسه له لسو زیات اسراییلي اوپنځه ټایلنډي یرغمل خوشې شوي خو د اسراییلي چارواکو په وینا تراوسه له اتیاوو زیات یرغمل له حماس سره دي.
وروسته له هغه چې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې یوه مسافر وړونکې الوتکه له یوې پوځي بلک هاک څرخکې سره ټکر شوه، د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څېرمه د لټون او ژغورنې عملیات پیل شول.
د سوریې د پخوانۍ یاغي ډلې، "هیات تحریر الشام"، مشر، چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم یې نسکور کړ، د دغه هېواد د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د روسیې او اوکراین ولسمشرانو یوبل د سولې په وړاندې په خنډ جوړولو تورن کړي. پوتین ویلي چې د اوکراین ولسمشر مشروع ولسمشر نه دی، ځکه چې د واک موده یې پخوا پای ته رسېدلې، خو د اوکراین ولسمشر بیا وایي، پوتین د جګړې دوام ته پلمې لټوي.
اسراییل وایي چې د هغه لیست پر اساس چې د یکشنبې په شپه یې د حماس له خوا ترلاسه کړی، له هغو ۳۳ یرغمل شویو څخه چې د اوربند او د یرغمل شویو د آزادۍ په لومړني پړاو کې له غزې څخه خوشې کېدل، اته تنه مړه شوي دي.
نور راوښيه