د اوکراین ولسمشرچې هیواد یې له روسیې سره په جګړه کې ښکیل دی، د اروپا لپاره د وسله وال ځواک د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ.
د اوکراین ولسمشر وايي، اوس چې د امریکا ولسمشر غواړي د روسیې اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، د ده هېواد امنیتي ضمانتونه غواړي.
د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان مهاجر دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو وروستی دی.
د جرمني په مونشن ښار کې نن (پنجشنبې) یوه افغان کډوال د موټر په وسیله لږ تر لږه ۲۸ کسان ټپیان کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې "اوږدې او ډېرې ګټورې" ټېلېفوني خبرې کړي او هوکړه شوې چې د دوی ټیمونه به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره سمدستي خبرې اترې پیل کړي.
یو روسي دیپلومات وایي چې سلګونه روسي سرتېري د شمالي کوریا په روغتونونو کې تداوي کېږي. دا څرګندونې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ د اوکراین د جګړې پر همکاریو د کچې یو بل انځور وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له حماس ډلې غوښتنه کړې چې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو بهیر ونه دروي او د اوربند له موافقې سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې د حماس د سخت دریځې ډلې لخوا نیول شوي ټول اسراییلي یرغمل باید د شنبې تر غرمې پورې خوشې شي که نه د غزې د اوربند تړون باید لغوه شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي نن دوشنبه د فولادو او المونیمو په وارداتو ۲۵ فیصده تعرفه وضعه کوي. کاناډا تر ټولو زیات فولاد امریکا ته صادروي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ویلي چې د اوربند له پیل راهیسې له ۱۲،۶۰۰ څخه زیاتې مرستندویه لارۍ غزې ته داخلې شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ویلي چې په غزه کې د قحطۍ څخه تر ډیره حده مخنیوی شوی دی خو هغه خبرداری ورکړی چې که اوربند مات شي نو د قحطۍ ګواښ بیرته زیاتېدای شي.
د مظاهرې تنظیموونکي ادعا کوي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۲۰ زره کسانو په دې لاریون کې ګډون کړی وو.
نور راوښيه