په غزه کې اوربند، چې ټاکل شوې وه نن په ځايي وخت د سهار په اته نیمې بجې نافذ شي، درې ساعته په ځنډ پیل شو.
د اوربند په اوله ورځ تمه کېږي چې مازیګر مهال دری تنه یرغمل شوي اسراییلیان او یو شمېر فلسطیني بندیان سره تبادله شي. د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په اړه تړون د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب ترلاسه شوی او ډونالډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې اجرا کېږي.
مخکې له دې چې په متحدو ایالتونو کې پر ټیکټاک بندیز اجرا شي، ټیکټاک په خپله د د امریکا په متحدوایالتونو کې خپل اپ بند کړ.
احمد العوده، د سوریې په سویل کې د یاغیانو پخوانی مشر، چې د بشار الاسد د حکومت له مخالفت څخه یې د روسیې سره همکارۍ ته خپل دریځ بدل کړ. هغه وروسته بیا په ۲۰۲۴ کال کې د اسد ضد ځواکونو سره یوځای شو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند موافقې عملي کېدل به د یکشنبې په ورځ د اسراییل پر وخت د غرمې له دوولسو بجو پیل شي.
د ایران د سترې محکمې مشهور قاضیان محمد مقیسه او علي رازيني د شنبې په سهار د مرغومي ۲۹مه په تهران کې په خپل دفتر کې په ډزو ووژل شول.
د اسراییل د عدلیې وزارت نن شنبې وویل چې په غزه کې د اوربند او د یرغملو د خوشې کېدو لپاره د شنبې د ورځې تایید شوې موافقې د لومړي پړاو په ترڅ کې به ۷۳۷ بندیان او توقیف شوي فلسطینیان خوشې شي.
د اسراییلو د حکومت پوره کابینې تېره شپه وروسته له هغه په غزه کې د اوربند د طرحې په اړه بحث وکړ چې امنیتي کابینې له دې مخکې دا طرح تایید کړه.
د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دفتر د اعلامیې له مخې امنیتي کابینې د جمعې په ورځ مازیګر مهال په غزه کې د اوربند او د فلسطیني بندیانو د ازادۍ په بدل کې د حماس په لاس د یرغمل شویو کسانو د خلاصون تړون تصویب کړ.
د امریکا د متحدو ایالتونو تلونکي ولسمشر د دغه هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې حماس ډله، چې واشنګټن او اروپایي ټولنه یې ترهګره بولي، د اسرائیل برمته کسان خوشي کوي.
د قطر په پلازمینه دوحه کې وروسته له څو اونیو خبرواترو موافقه وشوه چې د غزې جګړه به د اوس لپاره دریږي، حماس ډله چې واشنګتن او اروپایي ټولنه یې ترهګره بولي، برمته خوشي کوي او اسراییل به په سلګونو فلسطنیان له زندانونو ازادوي. اوربند به له راتلونکې یکشنبې پيلیږي.
نور راوښيه