د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

احمد الشرع او محمد بن سلمان د اړیکو په پراختیا او هر اړخیزو همکاریو خبرې کړي


احمد الشرع او محمد بن سلمان په ریاض کې
احمد الشرع او محمد بن سلمان په ریاض کې

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ویلي د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او بشري او اقتصادي برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړي. سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د بشار الاسد پرضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.

احمد الشرع چې تېره اوونۍ د سوریې د یو شمیر یاغي ډلو د مشرانو تر غونډې وروسته د دغه هیواد د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو په خپل لومړني بهرني سفر کې د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړ.

له الشرع سره د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني هم ملتیا کوله. سعودي ته د الشرع د رسېدو پر مهال په هوايي ډګر کې د سوریې نوی درې رنګه بیرغ هم د سعودي د بیرغ تر څنګ لیدل کېده.

الشرع په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل.

الشرع سلمان سره د روغبړ په وخت
الشرع سلمان سره د روغبړ په وخت

له محمد بن سلمان سره تر لیدنې وروسته الشرع په یوه بیان کې وویل:

«موږ یوه اوږده غونډه درلوده چې په ترڅ کې مو د سوریې د راتلونکي په جوړولو کې د ملاتړ لپاره ریښتینې لیوالتیا واورېده او احساس کړه.»

د سوریې دولتي خبري اژانس، سانا، هم د احمد الشرع له قوله ویلي چې د غونډې په جریان کې، دواړو خواوو په ټولو برخو کې، په ځانګړې توګه په بشري او اقتصادي چارو کې د هر اړخیزو همکاریو او د اړیکو د کچې د لوړولو پر هڅو بحثونه وکړل.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس هم راپور ورکړی چې دا غونډه د "د ورور هیواد سوریې د امنیت او ثبات د ملاتړ" په لارو چارو د بحث لپاره جوړه شوې وه.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه ولیعهد محمد بن سلمان د لومړنیو مشرانو په ډله کې وو چې احمد الشرع ته یې د سوریې د لنډمهاله ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ورکړه.

سعودي عربستان، چې پخوا یې د بشارالاسد پر ضد د یاغي ډلو ملاتړ کاوه، د سوریې وروستي تحولات له نږدې څارل په تېره هغه چې تېر ډسمبر میاشت د احمد الشرع په مشرۍ هییت تحریر الشام وسله والې ډلې د بشار اسد رژیم وپرځاوه او واک یې ترلاسه کړ.

احمد الشرع او ورسره تړلې ډلې یې یو وخت له القاعده سره اړیکې درلودې او په همدې سبب له پراخو بندیزونو سره مخ وو ان تر دې چې د احمد الشرع پر سر چې هغه وخت د ابومحمد جولاني په نوم مشهوره وو متحده ایالتونو د لسو میلیونو ډالرو جایزه اېښې وه. امریکا بیا د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پر الشرع دا جایزه لرې کړه او ویې ویل چې هغه د امریکا له استازي سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د اسلامي دولت ډله یا داعش به په سوریه کې فعالیت ته پرینږدي.

خو له لویدیځ سره د اړیکو د ښه والي له تمایل سره سره پر سوریې د اروپا او امریکا بندیزونه لا هم نه دي لرې شوي.

د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره نړیوالې ټولنې ځینې ژمنې ورکړي دي.

ریاض ته د الشرع د سفر په څیر اقدامات د لویدیځ د ملاتړ د ترلاسه کولو او د بندیزونو د لرې کولو په هدف ترسره کېږي ځکه تر یوې لسیزې جګړې وروسته د سوریې بیارغونه سلګونو میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.
سعودي عربستان د جنوري په ۱۲مه د سوریې د راتلونکي په تړاو د لویدیځو مشرانو په شمول د یوې غونډې کوربه وو.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان هم تېره میاشت دمشق ته سفر وکړ او اعلان یې وکړ چې ریاض پر سوریې د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG