د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

د نړۍ د اسماعیلیانو روحاني مشر اغا خان د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو


څلورم اغا خان ، چې د نړۍ د شیعه اسماعیلي مسلمانانو روحاني مشر ګڼل کېده، د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو. د هغه بنسټ وايي چې نوموړی د فبرورۍ په ۴مه په پرتګال کې، د خپلې کورنۍ د غړو د حضور پر مهال، ساه ورکړه.

د شتمن خیرښیګڼه کوونکي او روحاني مشر په توګه، اغا خان د مذهبي چارو تر څنګ خپلې سوداګریزې ګټې او د نړيوال پرمختګ پروژې هم سمبالولې. دا پروژې نه یوازې د اسماعیلیانو لپاره، بلکې د اسیا او افریقا په یو شمېر بېوزلو سیمو کې د نورو خلکو لپاره هم ګټورې ثابتې شوې.

اغا خان د ۱۹۳۶ کال د دسمبر په ۱۳مه په جینوا کې د شهزاده کریم الحسین شاه په نوم وزېږېد. کله چې هغه ۲۱ کلن و، د خپل نیکه تر مړینې وروسته د شیعه اسماعیلیانو ۴۹م امام شو. اسماعیلي ټولنه څو قومونه لري او د افریقا، اسیا، اروپا او شمالي امریکا په بېلابېلو هېوادونو کې خپره ده.

په نړۍ کې لږ تر لږه ۲.۵ میلیونه اسماعیلیان شته، خو ځینې اټکلونه دا شمېره تر ۱۵ میلیونو پورې رسوي. د اسماعیلیانو تر ټولو لویه ټولنه د تاجیکستان د بدخشان په غرنۍ سیمه کې مېشته ده.

کله چې اغا خان د اسماعیلیانو مشر شو، د هارورډ پوهنتون د تاریخ محصل و. نوموړي ویلي، د خپل نیکه د ځایناستي کېدو پریکړې يې ژوند په یوه شېبه کې بشپړ بدل کړ او د "میلیونونو نورو انسانانو پر وړاندې" یې ستر مسوولیتونه ورپه غاړه کړل.

اغا خان د اغا خان د پرمختیايي شبکې (AKDN) بنسټ کېښود، چې د نړۍ له سترو خصوصي پرمختیايي پروژو څخه بلل کېږي. دغه شبکه د زده‌کړې، روغتیا، کلیوالي پرمختګ، کوچنیو پورونو (میکروفایننس)، او فرهنګي پروګرامونو په برخو کې پانګونه کوي.

دې پروژو د حکومتونو، سازمانونو او ټولنو په همکارۍ پلي کېدو سره، د بېوزله خلکو لپاره د کارموندنې، اقتصادي خپلواکۍ، د زده‌کړې د ښه والي او د روغتيايي خدمتونو د پراختیا زمینه برابره کړه.

اغا خان به تل ویل چې د ده د پروژو یو لوی هدف د خلکو د ژوند د کچې لوړول او د فقر له منځه وړل دي. دا مسلمان روحاني مشر، چې هڅه يې کوله معتدل اسلام معرفي کړي او مذهبي زغم پراخ کړي، باور درلود چې بېوزلو ته د اقتصادي فرصتونو برابرول به د توندلاریتوب مخه ونیسي.

اغا خان ویلي، د نړۍ په ځینو بېوزلو سیمو کې تاوتریخوالی او ترورېزم "د فقر له امله رامنځته کېږي" او کله چې د خلکو د ژوند بنسټیزې اړتیاوې پوره شي او د نهیلۍ پر ځای هیلې رامنځته شي، نو حالات چاودیدونکې وضیعت نه رسیږي. "

آغا خان په ۱۹۹۴ کال کې د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT) کې د وینا پر مهال .
آغا خان په ۱۹۹۴ کال کې د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT) کې د وینا پر مهال .

نوموړي به اکثره خپلو پلویانو او د هغوی مشرانو ته ټينګار کاوه چې مرستې دې یوازې اسماعیلیانو ته محدودې نه وي، بلکې هر هغه څوک چې اړتیا لري، ورسره دې مرسته وشي.

اغا خان ولیدل چې د اسماعیلیانو ټولنه او د هغه د خیرښیګڼې یو شمېر پروژې او ملکیتونه د نړۍ په ناارامه سیمو کې د سختو ستونزو سره مخ شول. تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د تاجیکستان حکومت له خوا د اغا خان د پرمختیايي شبکې د یو شمېر ملکیتونو ضبطول و، چې پکې یو هوټل، یوه خصوصي ښوونځی او د ښار یو باغ شامل دي. دا پېښه د تاجیکستان د غرني بدخشان په ناارامه سیمه کې رامنځته شوه.

یاده کورواکه سیمه نژدې ۲۵۰ زره اوسېدونکي لري چې ډېری یې ځانونه اسماعیلیان بولي. د اغا خان د پرمختیايي شبکې (AKDN) د درېیو لسیزو راهیسې د تاجیکستان په غرني بدخشان او د دغه هېواد نورو برخو کې د سوداګریزو، پرمختیايي او خېریه پروژو ملاتړ کړی دی.

اغا خان تاجکستان کې خپلو منډپالو ته د وینا پر مهال
اغا خان تاجکستان کې خپلو منډپالو ته د وینا پر مهال

شتمني

د اغا خان د روحاني لقب سربېره، نوموړي ته یوه پراخه شتمني هم په میراث پاتې وه. د اغا خان شتمني د ۸۰۰ میلیونو ډالرو او څو میلیاردو ډالرو ترمنځ اټکل کېږي.

د فوربز مجلې د ۲۰۰۹ کال د راپور له مخې، اغا خان د نړۍ د ۱۵ تر ټولو شتمنو سلطنتي کورنیو د غړو په ډله کې یاد شوی و. یادې مجلې لیکلي چې د اسونو د سیالیو شوقي اغا خان نژدې ۹۰۰ تکړه اسونه د ايرلنډ او فرانسې په فارمونو کې ساتل او همدارنګه د بریتانیا د آسونو د لیلام د یوې لویې ادارې "ګوفز" او د فرانسې د آسونو د لیلام ادارې "ارکانا" ونډه‌وال و.

اغا خان د لوکس ژوند، قیمتي سفرونو او قیمتي کورونو له امله مشهور و او د میلیونونو ډالرو بیه لرونکی کښتۍ او الوتکې يې هم درلودې. سره له دې، هغه به ټینګار کاوه چې دومره "هوسا" یا "بډایه" ژوند نه لري.

یو شمېر مخالفینو به تور پرې لګاوه چې د هغه د ژوند بڼه اسلامي نه ‌ده. خو اغا خان د نړۍ له بېلابېلو رهبرانو، ولسمشرانو او پاچاهانو سره په لوړ کچ د اړیکو له امله هم مشهور و.

آغا خان د ۲۰۱۲ کال په موناکو کې د فرانسې د پخواني ولسمشر ژاک شیراک له مېرمنې، برنادېت شیراک (ښي لور ته) او د ایران له پخوانۍ ملکې، فرح پهلوي (چپ لور ته) سره.
آغا خان د ۲۰۱۲ کال په موناکو کې د فرانسې د پخواني ولسمشر ژاک شیراک له مېرمنې، برنادېت شیراک (ښي لور ته) او د ایران له پخوانۍ ملکې، فرح پهلوي (چپ لور ته) سره.

د اغا خان شخصي ژوند – چې پکې د هغه دوه ودونه او دوه طلاقونه شامل دي – تل د لویدیځو رسنیو د سرټکو موضوع وه. لومړی واده یې له بریتانوۍ سارا کرېکر پول سره و، چې اسلام یې ومانه، خپل نوم یې سالمه اغا خان کړ، او د "بیګم" اشرافي لقب يې واخیست. دې جوړې درې اولادونه درلودل او د ۱۹۹۵ کال تر پایه، یعنې له ۲۶ کلونو ګډ ژوند وروسته، سره جلا شول.

اغا خان بیا د ۱۹۹۸ کال کې له جرمنۍ ګابریلې هومې سره واده وکړ. په ۲۰۰۰ میلادي کال کې، کله چې نوموړی ۶۴ کلن و، یو ځل بیا پلار شو. دی او دویمه مېرمن یې، چې د بیګم اینارا اغا خان په نوم هم یادېده، په ۲۰۰۴ کال کې سره بېل شول.

د اسماعیلیانو د راتلونکي روحاني مشر په توګه د اغا خان ځایناستی د هغه په وصیت کې ټاکل شوی او ښايي زر د نوموړې د کورنیو او د نړۍ د اسماعیلیانو د مذهبي مشرانو په حضور کې اعلان شي خو تر اوسه یې نیټه نه ده اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG