د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به د سولې په خبرو کې ګډون وکړي ځکه چې ډیپلوماسي په ټوله نړۍ کې روانه ده.
د جرمني د بایرن ایالت اعلی وزیر مارکوز زودر ویلي افغانستان ته د مجرمانو د استولو په باب باید ژر تر ژره له طالبانو سره خبرې وشي. مارکوز زودر په مونیخ کې د یوه افغان کډوال له خوا د ۳۹ کسانو د ټپیانولو د پېښې په اړه د غبرګونو په دوام دا خبره کړې.
روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر له اسراییلو پيل کړ او تر نتنیاهو وروسته یې یکشنبه ناوخته د اسراییلو له ولسمشر سره هم ولیدل.
د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د ایران او د اوکراین د جګړې په اړه خپل دریځونه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړل.
خبري اژانسونو د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دونالد ټرمپ جګپوړی ټيم به په راتلونکو ورځو کې سعودي عربستان ته سفر وکړي، څو د روسیې او اوکراین د سولې خبرې پیل کړي.
د اوکراین ولسمشرچې هیواد یې له روسیې سره په جګړه کې ښکیل دی، د اروپا لپاره د وسله وال ځواک د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ.
د اوکراین ولسمشر وايي، اوس چې د امریکا ولسمشر غواړي د روسیې اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، د ده هېواد امنیتي ضمانتونه غواړي.
د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان مهاجر دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو وروستی دی.
د جرمني په مونشن ښار کې نن (پنجشنبې) یوه افغان کډوال د موټر په وسیله لږ تر لږه ۲۸ کسان ټپیان کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې "اوږدې او ډېرې ګټورې" ټېلېفوني خبرې کړي او هوکړه شوې چې د دوی ټیمونه به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره سمدستي خبرې اترې پیل کړي.
یو روسي دیپلومات وایي چې سلګونه روسي سرتېري د شمالي کوریا په روغتونونو کې تداوي کېږي. دا څرګندونې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ د اوکراین د جګړې پر همکاریو د کچې یو بل انځور وړاندې کوي.
نور راوښيه