حماس ډلې اسراییلو ته د هغو درې یرغملو نوملړ سپارلی چې ټاکل شوې دا ډله یې په غزه کې د نافذ شوي اوربند په ترڅ کې سبا شنبې خوشې کړي.
د اسراییل د صدراعظم بنیا مین نتنیاهو دفتر نن جمعه وویل چې د یرغملو دغه نوملړ ارزوي او وروسته به یې کورنیو ته خبر ورکړي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني، تایید کړه چې د خوشې کیدونکو یرغملو لست یې اسراییل ته سپارلی.
په غزه کې د اوربند د موافقې له مخې حماس باید د هغو یرغمل شویو کسانو نومونه چې خوشې کوي یې، ۲۴ ساعته مخکې یې په اړه اسراییل ته خبر ورکړي.
اسراییل به یې هم په بدل کې په لسګونو فلسطیني بندیان خوشې کوي.
د اسراییلي چارواکو په وینا په غزه کې لاهم ۸۲ یرغمل شوي کسان د حماس په بند کې دي. حماس د پنجشنبې په ورځ اته یرغمل خوشې کړل چې پکې دوه یې د جرمني او اسراییل دوه ګونی تابعیت لري، یو یې یو اسراییلي سرتیری او پنځه تنه نور هم ټایلنډي کارګران دي.
حماس او اسراییل به د اوربند موافقه چې د جنوري په نیمایي کې د قطر، مصر او متحدو ایالتونو په منځګړیتوب شوې، په دریو مرحلو کې عملي کوي.
د دغې موافقې په لومړي پړاو کې د اسراییل په زندانونو کې د ۱۹۰۴ فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې د ۳۳ اسراییلي یرغمل شویو کسانو خوشې کیدل شامل دي او د اسراییل پوځ به هم د غزې له ګڼ میشتو سیمو څخه ووځي.
د اوربند د دوهم پړاو د پلي کولو لپاره به خبرې اترې د لومړي پړاو په شپاړسمه ورځ پیلیږي او تمه کیږي چې د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کیدل، یو دایمي اوربند، او بالاخره له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل به پکې شامل وي.
په دریم پړاو کې یوبل ته د مړو د جسدونو سپارل او د قطر، مصر او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د غزې بیارغونه شامله ده.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس له برید وروسته پیل شوه. په هغه برید کې حماس شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.