وروسته له هغه چې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې یوه مسافر وړونکې الوتکه له یوې پوځي بلک هاک څرخکې سره ټکر شوه، د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څېرمه د لټون او ژغورنې عملیات پیل شول.
د سوریې د پخوانۍ یاغي ډلې، "هیات تحریر الشام"، مشر، چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم یې نسکور کړ، د دغه هېواد د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د روسیې او اوکراین ولسمشرانو یوبل د سولې په وړاندې په خنډ جوړولو تورن کړي. پوتین ویلي چې د اوکراین ولسمشر مشروع ولسمشر نه دی، ځکه چې د واک موده یې پخوا پای ته رسېدلې، خو د اوکراین ولسمشر بیا وایي، پوتین د جګړې دوام ته پلمې لټوي.
اسراییل وایي چې د هغه لیست پر اساس چې د یکشنبې په شپه یې د حماس له خوا ترلاسه کړی، له هغو ۳۳ یرغمل شویو څخه چې د اوربند او د یرغمل شویو د آزادۍ په لومړني پړاو کې له غزې څخه خوشې کېدل، اته تنه مړه شوي دي.
اسراییل دې کورنیو ته وروسته له هغه خپلو ویجاړو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړه چې حماس ډلې د اونۍ په پیل کې د دریو اسراییلي برمته وو له خوشې کولو او د اسراییلو پوځ د غزې له اصلي دهلیزې څخه له وتلو سره موافقه وکړه.
د امریکا د استخباراتي ادارې، سې آی اې ویندوی پرون وویل، ډېر احتمال شته چې د کرونا وبا په طبیعي ډول نه بلکې له یوه لابراتوار څخه خپره شوې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د طالبانو پر مشرانو د القاعدې شبکې بنسټګر اسامه بن لادن پرتله لا لویه جایزه وټاکي.
د اسراییلو پوځ د لبنان د لسګونو کليو اوسېدونکو ته ويلي چې تر بلې خبرتيا پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.
امريکا ته د افغانانو د انتقال يو بنسټ افغان اېويک وايي د کډوالۍ د پروګرامونو په ځنډ سره ۲۰زره افغانان او کورنۍ يې سمدستي اغېزمن شوي او له بې برخليکۍ سره مخ دي.
په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.
نور راوښيه