روسي ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بالستیک توغندی کارولی او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم غورځولی دی.
وولکرتُرک ټینګار وکړ چې ژر تر ژره باید په غزه کې اوربند ټینګ او د بشري مرستو اجازه ورکړل شي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نویو تعرفو وضع کېدو غبرګونونه پارولي دي. ټرمپ په یوه کمساري اقدام کې پرون چهارشنبه دغه هېواد ته د نړۍ د نژدې ټولو هېوادونو پر صادراتي توکې تعرفې ولګولې.
د امریکا د متحد ایالتونو په کانګرس کې د واکمن جمهوري غوښتونکي ګوند استازیو ټینګار وکړ چې پر ایران باید اعظمي فشار وارد شي چې د اټومي وسلو له جوړیدو راوګرځي. د ایران د اټومي وسلو د جوړیدو هڅو ته په کانګرس کې د اپوزسیون ډیموکرات ګوند غړیو هم اندیښنه ښکاره کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمي بروس پرون په اونیز خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران حکومت په سیمه کې د ترهګرۍ د اصلي ملاتړي په توګه عمل کوي او د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې دښمنانه دریځ ساتي. په وروستیو کې د ایران او طالبانو ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه له متحده ایالاتو سره یوې موافقې ته ونه رسیږي نو "بمبار" به شي. د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د این بي سي نیوز سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې کړي، چې دې شبکې د یکشنبې په ورځ خپرې کړي.
د ترکیې تر ټولو په ستر ښار، استانبول کې د ښاروال د نیول کېدو په اعتراض کې مظاهرې شوي دي.
د اوکراین پوځي شنونکي او دولتي چارواکي خبرداری ورکوي چې روسي ځواکونه په راتلونکو اوونیو کې نوي پراخ یرغل ته تیاری نیسي.
په داسي حال کې چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدا ده، د ایران د پارلمان رئیس ویلي چې که امریکا پر ایران برید وکړي، ایران به په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.
نور راوښيه