د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

عربي هېوادونو مصر او اردن ته د غزې د اوسېدونکو د لېږد وړاندیز رد کړ


د شنبې په ورځ د مصر، اردن، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، فلسطین او عرب ټولنې په ګډ بیان کې راغلي چې دوی له هر ډول طرحې سره چې په نتیجه کې یې فلسطینیان له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه کېږي، مخالف دي.

د عربي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دا ډول پلانونه "سیمه‌ییز ثبات ګواښي، د شخړو د پراخېدو خطر زیاتوي، او د ملتونو ترمنځ د سولې او ګډ ژوند لرلید اغېزمنوي."

دا بیان په قاهره کې د مصر، اردن، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خپور شو. په دې غونډه کې د فلسطین لوړپوړی چارواکی حسن الشیخ، چې له اسراییلو سره د اړیکو مسوول دی، او د عرب ټولنې سرمنشي احمد ابوالغیط هم حضور درلود.

دا غونډه وروسته له هغه شوې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې له تړانګې څخه مصر او اردن ته د فلسطینیانو د لېږدولو وړاندیز وکړ.

عربي هېوادونو د دې وړاندیز د ردولو په ترڅ کې ټینګار کړی چې دوی د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د "دوه دولتونو د حل لارې پر بنسټ په منځني ختیځ کې د عادلانه او جامع سولې د ترلاسه کولو" لپاره همکارۍ ته چمتو دي.

دوی همدارنګه په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د غزې د بیارغونې لپاره پلان جوړ کړي، ترڅو فلسطینیان په خپله خاوره کې پاتې شي.

د جنورۍ په ۲۶مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې په تړانګه کې "ګډوډ حالت" ته په اشارې، خبریالانو ته وویل چې اردن او مصر باید د ډېرو فلسطینیانو کوربه توب وکړي.

د ښاغلي ټرمپ په وینا، د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس د اکثریت بیا مېشتېدنه ممکن لنډمهاله یا دایمي وي. د ټرمپ دا وړاندیز او نظر د جګړې په لومړیو کې ځینو اسراییلي چارواکو هم ورکړی و.

د اردن او مصر چارواکو له دې وړاندیز سره مخالفت څرګند کړ.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دوی د فلسطینیانو د حقونو د هر ډول نقض سره، چې پکې د هغوی موقتي یا دایمي بې‌ځایه کېدل هم راځي، مخالف دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تېره اونۍ په یوه خبري غونډه کې د فلسطینیانو د لېږدولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د نظر مخالفت وکړ او دا نظر یې "د نه زغملو " وباله.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفادي هم وویل چې د فلسطینیانو د بې‌ځایه کیدو سره په مخالفت کې یې "قاطع او نه بدلیدونکی دریځ" دی.

مصر دا خبرداری هم ورکړی چې د غزې سره په پوله، سینا ټاپووزمې ته د فلسطینیانو ډله‌ییزه لېږد به خطرناکې امنیتي پایلې ولري.

اوسمهال، اردن له دوو میلیونو څخه د زیاتو فلسطینیانو کوربه دی.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG