د متحدو ایالتونو دفاع وزارت (پنټاګون) ته نژدې د رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څېرمه د لټون او ژغورنې عملیات پروان دي.
د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې (FAA) ویلي، ټکر د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په ځايي وخت د شپې څه کم ۹ بجې وشو.
د چارواکو په وینا، کله چې دا پېښه وشوه، په مسافر وړونکې الوتکه کې ۶۴ مسافر او په پوځي چوڅرخکه کې ۳ پوځیان سپاره وو.
د امریکن ایرلاین استازي ویلي، دغه مسافر وړونکې الوتکه له ټکزاس ایالت څخه الوتې وه او له ښکته کېدو څو دقیقې وړاندې د امریکا له پوځي هیلي کوپټر سره ټکر شوه.
د راپورونو له مخې، په سیکورسکي (H-60) هلیکوپټر کې، چې په عام ډول د "بلک هاک" په نوم یادیږي، د امریکا د پوځ درې تنه پرسونل موجود وو.
د متحدو ایالاتونو د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم، په خپله ایکسپاڼه / پخواني ټویټر کې لیکلي چې د متحدو ایالتونو له ټولو ساحل ساتونکو څخه د لټون او ژغورنې په هڅو کې کار اخیستل کیږي.
د واشنګټن پولیسو هم په خپله ایکسپاڼه / پخواني ټویټر لیکلي چې ډېرې ادارې د ژغورنې په هڅو کې ښکېلې دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، ویاندې کارولین لیویت (Karoline Leavitt) فاکس نیوز ته ویلي چې ښاغلی ټرمپ د مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو او په پېښه کې د یوې پوځي څرخکې د ښکېلتیا په اړه خبر دی او د وضعیت څارنه کوي.
د راپورونو له مخې، د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د روسیې د یخ نڅا پخوانی اتل، وادیم ناوموف، او مېرمن یې یوجینیا شیشکووا هم شامل دي.
له دې پېښې وروسته، د رونالډ ریګن هوایي ډګر ټولې الوتنې لغوه شوې دي.
په امریکا کې د مسافر وړونکو الوتکو وروستۍ لویه پېښه د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ کې شوې وه.