د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په امریکا کې یوه الوتکه چې ۶۴ سپرلۍ په کې وې، ټکر شوې او لوېدلې


په امریکا کې د مسافر وړونکې جیټ او هلي کاپټرې له لګېدو وروسته د ژغورنې هڅې
په امریکا کې د مسافر وړونکې جیټ او هلي کاپټرې له لګېدو وروسته د ژغورنې هڅې

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې یوه مسافر وړونکې الوتکه له یوه پوځي بلک هاک هلي کاپټر سره تر ټکر وروسته سقوط شوې او سین ته لوېدلې ده.

دغه الوتکه چې ویل کیږي ۶۰ سپرلۍ او ۴ عمله په کې وو، د ریګن هوایي ډګر کې د کیناستو پر مهال له هلي کاپټرې سره ټکر شوه.

چارواکو ویلي چې بلک هاک هلي کاپټر کې درې پوځیان سپاره وو.

تراوسه د دغې پیښې د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم نه دی، خو نړیوالو خبري اژانسونو لیکلي چې لږ تر لږه ۱۸ مړي له پوتامیک سیند څخه را ایستل شوي دي.

لږ تر لږه ۵ تنه تراوسه ژوندي ژغورل شوي دي.

له دغې پیښې وروسته د رونالډ ریګن هوایي ډګر ټولې الوتنې لغو کړي دي.

د امریکا هوایي کرښو، امریکن ایرلاینز ویلي، دغه مسافر وړونکې الوتکه د تکزاس له هوایي ډګره پورته شوې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له پیښې خبر دی او پر وضعیت څارنه لري.

XS
SM
MD
LG