د اسراییل د حکومت ویاند، ډیوېډ منسر، د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په اتمه نېټه) خبریالانو ته وویل چې حماس ویلي ۲۵ نور یرغمل ژوندي دي.
هغه زیاته کړه چې د دې اتو یرغمل شویو د وضعیت په اړه د دوی کورنیو ته خبر ورکړل شوی، خو د وژل شویو یرغملو نومونه نه دي اعلان شوي.
د اسراییلي چارواکو په وینا، د یرغمل شویو د آزادۍ بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ وي، او ورپسې پړاو د شنبې ورځې ته په پام کې نیول شوی دی.
اووه اسراییلي ښځې چې په غزې کې د حماس د توندلارې ډلې له لوري یرغمل شوې وې او شاوخوا ۱۶ میاشتې په بند کې وې، په وروستیو ورځو کې له آزادۍ او خپلو کورنیو ته له بېرته ورګرځېدو وروسته، د لوږې د ورځو، په غزه کې له یوه تونله بل ته د وړل کېدو، او د یرغمل نیوونکو لپاره د پخلي کیسې بیان کړې دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حماس له برید وروسته اسراییلي رسنیو د هر یرغمل شوي په اړه کیسې خپرولې، چې د اندېښمنو کورنیو، د خلکو د اعتراضونو او د یرغمل شویو د آزادۍ لپاره هلې ځلې یې منعکس کولې. دوی په پرلهپسې ډول د یرغمل شویو د کورنیو له غړو، دوستانو او آشنایانو سره خبرې کولې.
له دغو یرغمل شویو ښځو سره په تېرو ۱۶ میاشتو کې هر اسراییلی بلد شوی دی. له همدې کبله کله چې هغوی خوشې شوې اسراییلیانو داسي احساس کاوه لکه د هغوی د کورنۍ غړې چې له بنده راخلاصې شوې وي. دوی له داسې ډلې څخه وژغورل شوې چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې "ترهګره" ګڼي.
رومي ګونن، اېميلي داماري، او درون اشتېنبراخر چې ملکي وګړي وې، د جنورۍ په ۳۰مه آزادې شوې. رومي ګونن له خپلو ملګرو سره د "نووا" موسیقي د فیستوال لپاره د اسراییل جنوب ته تللې وه. د هغې یو شمېر ملګري ووژل شول، او څو نااشنا کسانو هغه وموندله چې ټپي شوې وه او د مرستې هڅه یې کوله، خو هغوی هم ووژل شول. د حماس غړو هغه مهال رومي یرغمل کړه چې له خپلې مور سره یې په ټیلیفون خبرې کولې، او د هغې لاس د ټپونو له امله په وینو لړلی و. رومي د غزې له تونلونو څخه د راخلاصېدو احساس له "یو نوي زیږون" سره پرتله کړی دی.