اسوشیټډ پرېس اژانس راپور ورکړ، چې د چهارشنبې په ورځ د یاغي ډلو تر غونډې وروسته پرېکړه وشوه، چې احمد الشرع د سوریې د موقت حکومت چارې مخته یوسي.
احمد الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده او یو وخت له القاعده ډلې سره و، د سوریې د موقت ولسمشر په توګه غوره شو.
د سوریې سانا خبري اژانس د راپور له مخې، د انتقالي مرحلې د مشر په توګه د الشرع د ټاکلو اعلان د چهارشنبې په ورځ د سوریې د پوځي عملیاتو د برخې ویاند، ډګروال حسن عبدالغني، وکړ.
عبدالغني د سوریې د اساسي قانون د لغوه کولو اعلان هم وکړ. دا قانون په ۲۰۱۲ کال کې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال تصویب شوی و. ډګروال عبدالغني وویل، چې الشرع به د نوي اساسي قانون تر تصویبېدو د لنډمهاله مقننه شورا د جوړولو واک ولري.
د سوریې د پوځ ویاند په خپل هېواد کې د وسله والو ډلو د منحل کېدو اعلان هم وکړ او ویې ویل، چې دا کسان به په دولتي ادارو کې جذب شي.
هیات تحریر الشام یوه پخوانۍ یاغي ډله ده، چې تېرې میاشتې یې د بشار الاسد رژیم نسکور کړ او یو لنډمهاله حکومت یې جوړ کړ. د دې حکومت مشران هغه پخواني یاغیان دي، چې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال یې د سوریې د ادلب ولایت چارې مخته بېولې.
متحده ایالاتو مخکې د الشرع پر سر لس میلیونه ډالر انعام ټاکلی و، خو تېره میاشت یې دا انعام وروسته له هغه لغوه کړ، چې د امریکا یوه پلاوي دمشق ته سفر وکړ او له الشرع سره یې ولیدل.
الشرع د نوي متحدې ملي اردو او امنیتي ځواکونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده. اسوشیټډ پرېس اژانس څرګندوي، چې داسې پوښتنې پیدا شوې، چې څرنګه ممکنه ده، پخوانۍ یاغي ډلې په موقته اداره کې سره یوځای کار وکړي، ځکه چې د دې ډلو بېلابېل مشران او بېلابېلې ایډیالوژۍ لري.
د همدې اژانس د راپور له مخې، یوه پیچلې پوښتنه دا ده، چې له کردانو سره به نوې اداره څرنګه چلند کوي؟ واشنګټن د سوریې د کورنۍ جګړې په لومړیو کې د کردانو ملاتړ کاوه. دا ډله، چې یوه سیمه یې تر بشپړ واک لاندې ده، له نورو یاغي ډلو سره نږدې نه ده پاتې شوې.
د کردانو مشران په پرونۍ غونډه کې حاضر نه وو او تر اوسه د دې ډلې له خوا د نوي انتقالي مرحلې لپاره د الشرع د ولسمشرۍ په اړه تبصره نه ده شوې.