د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

یوه افغان کډوال په جرمني کې موټر پر خلکو وخېژاوه، ۲۸ تنه یې ټپیان کړل


په مونشن ښار کې د پېښې ځای
په مونشن ښار کې د پېښې ځای

د جرمني په مونشن ښار کې نن (پنجشنبې) یوه افغان کډوال د موټر په وسیله لږ تر لږه ۲۸ کسان ټپیان کړل.

که څه هم تراوسه پورې لا تحقیقات روان دي او د پېښې انګېزه رسماً اعلان شوې نه ده خو باور کېږي چې دا برید په تروریستي انګېره شوی دی.

دا پېښه د مونشن د امنیتي کنفرانس تر پیل یوه ورځ مخکې او د داسې انتخاباتي مبارزې پر مهال شوې چې پکې د کډوالۍ او امنیت موضوعات د رای ورکوونکو په رایو ډېر اغېزمن بلل کېږي، ځکه چې په وروستیو کې ورته بریدونه زیات شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د پېښې ځای د مونشن د امنیتي کنفرانس له ځایه یوازې ۲ کیلومتره لېرې دی.

د مونشن د پولیسو مرستیال مشر، کریستیان هوبر ویلي، د موټر چلوونکی، چې ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکی دی، د پېښې په ځای کې ونیول شو.

تر دې وړاندې، د اور وژنې ادارې یوه ویاند فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې یوشمېر ټپیان سخت ژوبل دي، او د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ځو تراوسه د چا د وژل کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د بایرن ایالت صدراعظم مارکوس زوډر په یوه خبري ناسته کې دا پېښه «وحشتناکه" وبلله او ویې ویل، "دا برید ته ورته ښکاري.»

د کډوالۍ پر ضد سخت دریځونه

د بایرن ایالت واکمن ګوند CSU او د هغه ایتلافي CDU د دې پېښې په غبرګون د کډوالۍ پر وړاندې د سختو محدودیتونو غوښتنه وکړه.

زوډر وویل:
"دا لومړۍ پېښه نه ده... موږ باید پریکړه وکړو چې په جرمني کې باید بدلون راشي."

د پېښې قربانیان اعتصاب کوونکي کارګر دي.

په برید کې د اعتصاب کوونکو وسایل، عینکې، بوټونه، کمپلې، او د ماشومانو بګۍ پر ځمکه لوېدلې وې.

یوه عیني شاهد، الیکسا ګریف، وویل چې دا پېښه قصدي ښکاري:
«زه حیرانه شوم، موټر مستقیم پر خلکو ورغی

بل عیني شاهد چې د مظاهره‌چیانو له ډلې و، BR42 ویب‌سایټ ته ویلي:
"ما یو تن ولید چې تر موټر لاندې پروت و

د Verdi اتحادیې مشر، فرانک ورنیکه، ویلي:
«موږ د دې وحشتناکې پېښې له امله ژور غمجن یو.

د کډوالۍ پر سر تود بحث

دا برید د مونشن د امنیتي کنفرانس تر پیل یوه ورځ مخکې شوی، چې پکې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وانس او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم برخه اخلي.

په جرمني کې په وروستیو میاشتو کې ورته بریدونه زیات شوي دي.

  • د جنورۍ په میاشت کې په Aschaffenburg ښار کې یو ۲۸ کلن افغان د چړې په برید دوه تنه ووژل، چې یو یې دوه کلن ماشوم و.
  • د دسمبر په میاشت کې په Magdeburg ښار کې یو سعودي تبعه د کرسمس بازار ته موټر دننه کړ، چې شپږ کسان یې ووژل او سلګونه یې ټپیان کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، نانسي فېزر، ویلي چې سعودي بریدګر هم رواني ستونزې درلودې.

XS
SM
MD
LG