ډونالډ ټرمپ وویل چې غواړي همدا دوشنبه د امریکا له خوا د فولادو او المونیمو په وارداتو د نویو تعرفو اعلان وکړي.
ښاغلي ټرمپ چې د یکشنبې په شپه نیواورلینز ته د امریکايي فوټبال د پایلوبې یا سوپربال د نندارې لپاره سفر کاوه په الوتکه کې خبریالانو ته وویل:
«هو هر پولاد چې امریکا متحده ایالتونو ته راځي ۲۵فیصده تعرفه به ولري. المونیم هم همداراز»
د حکومت او صنعت احصایې ښیې چې کاناډا، برازیل، مکسیکو او سویلي کوریا تر ټولو زیات فولاد متحده ایالتونو ته صادروي.
کاناډا د متحده ایالتونو د المونیم نږدې اتیا فیصده برابروي.
ټرمپ خبریالانو ته دا هم وویل چې هغه به د فبروري په ۱۱مه یا ۱۲مه "ښایي" په هغو هیوادونو باندې "متقابل تعرفې" اعلان کړي چې دمخه یې په متحده ایالاتو محصولاتو تعرفې لګولي دي.
هغه وویل:
داسې نه شي کېدای چې نور دې ۱۳۰فیصده تعرفه ولګوي او موږ غلي کینود امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
کارپوهانو ویلي دي چې تعرفې کولی شي د نړۍ اقتصاد ته زیان ورسوي. دوی دا هم په ګوته کړې چې په اصل کې به د فولادو او المونیمو امریکايي مصرفوونکي تاوان کوي ځکه له دې وروسته مجبوره دي چې دا مواد په لوړ نرخ وپېري.
د فبروري په ۳ مه، ټرمپ په خپله هم امریکایانو ته خبرداری ورکړی وو چې ممکن دوی د هغو سوداګریزو تعرفو له امله چې هغه د تیرې اونۍ په پای کې د کاناډا، مکسیکو او چین په وړاندې اعلان کړي وو، له اقتصادي "درد" سره مخ شي.
دا دری هېوادونه د امریکا تر ټولو لوی تجارتي ملګري دي.
ټرمپ بیا په مکسیکو او کاناډا باندې تعرفې د دېرشو ورځو لپاره ځکه وځنډولې چې د یادو هېوادونو مشرانو له هغه سره په خبرو کې د ناقانونه کډوالو د ورتګ او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د یو لړ اقداماتو ژمنې ورکړې.
د امریکا ولسمشر په دې باور دی چې په بهرنیو توکو دا مالیې به بالاخره بېرته امریکا کې د دغو موادو تولید ته لار پیدا کړي.
د امریکا ولسمشر د اروپايي ټولنې پر توکو هم د تعرفو ګواښ کړی، او ویلي یې دي چې دا به "یقینا" او "ډیر ژر" ولګول شي. هغه دا وړاندیز وکړ چې بریتانیا هم د تعرفو هدف کېدای شي.
ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د اروپايي ټولنې لخوا د امریکایي موټرو په اړه د ۱۰ سلنه تعرفو په اړه شکایت کړی، په داسې حال کې چې د اروپايي موټرو په اړه د امریکا تعرفه ۲.۵ فیصده ده، که څه هم نرخونه په موټرو پورې اړه لري.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د فبروري په ۹مه وویل چې په اروپا کې د امریکا تعرفې به په متحده ایالاتو کې انفلاسیون زیات کړي او سي این این ته یې وویل چې ټرمپ باید په دې برخه کې د اروپا دننه د امریکا په ملګرو تمرکز ونه کړي.
مکرون ویلي چې اروپا «ستا لومړی مشکل نه دی. ستا لومړۍ ستونزه چین دی نو په هغه مشکل باندې پام کوه»
په ټوله نړۍ کې د ونډو بازارونه وروسته له هغه راولوېدل چې ټرمپ په پیل کې د کاناډا، مکسیکو او چین پر وړاندې تعرفې اعلان کړې، خو وروسته بېرته په دې ښه شول چې هغه د تعرفو په اړه د خبرو لپاره لیوالتیا وښوده.