د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د قحطۍ مخه نیول شوې ده، او د اوربند په جریان کې سیمې ته مرستې زیاتې شوې دي خو هغه خبرداری ورکړی چې که اوربند مات شي نو د قحطۍ تهدید به ژر بیرته راشي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلیچر غزې ته له دوه ورځني سفر وروسته له اسوشیټیډ پریس سره په خبرو کې ویلي چې د جنورۍ په ۱۹مه د اوربند له پیل راهیسې هره ورځ په سلګونو لارۍ بشري مرستې رسوي.
فلیچر زیاته کړې:
"زه فکر کوم چې د قحطۍ ګواښ پر لویه کچه له منځه تللی دی. د لوږې کچه تر هغه راټیټه شوې ده چې تر اوربنده مخکې وه."
هغه دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي چې ایا اوربند به وغځول شي کنه او ټاکل شوې ده د خبرو اترو دوهم پړاو پیل شي. د شپږو اونیو لومړی پړاو خبرو نیمایي پای ته رسیدلی دی.
د تړون د یوې برخې په توګه، اسراییل ویلي چې دوی به هره ورځ ۶۰۰ مرستندویه لاریو ته غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ویلي چې د اوربند له نافذیدو راهیسې د مرستو تر ۱۲،۶۰۰ زیاتې لارۍ غزې ته داخلې شوې دي.
فلیچر له حماس او اسراییل دواړو څخه غوښتي چې په چټکۍ سره د سیمې کنټرول بیا ټینګ کړي او دواړه باید هغه تړون ته غاړه کیږدي چې د ده په خبره "ډیری ژوندونه یې ژغورلي دي."
د راپورونو له مخې پر نړیواله هره ورځ په هرو ۱۰،۰۰۰ کسانو کې دوه یا درې کسان له قحطۍ مړه کیږي.
تر اوسني اوربند څو میاشتې مخکې د خوړو خوندیتوب څارونکو، د ملګرو ملتونو چارواکو او نورو د ویجاړې شوې غزې په ځینو برخو کې د احتمالي قحطۍ خبرداری ورکړی و. خو سلګونو زره فلسطینیان توانیدلي چې تر اوربند لاندې د غزې شمال ته ستانه شي.