ښاغلي ګوتیریش نن په یوه بیان کې پر حماس غږ وکړ چې د اسراییلي برمته وو خوشې کول له پلان سره سم روان وساتي. هغه پر خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه لیکلي:
"موږ باید د شخړو د بیا پیل لپاره د هغو ټولو دلایلو مخه ونیسو چې په غزه کې د یوې لویې تراژیدۍ سبب کېدای شي."
د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند چې د جنورۍ په ۱۹مه نافذ شو، د ۱۵ میاشتو جګړې ته یې تر ډېره د پای ټکی کېښود. د دې اوربند پر بنسټ، په پنځو پړاوونو کې اسراییلي برمته د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شول.
خو پرون- دوشنبې، د حماس پوځي څانګې "عزالدین القسام لوا" اعلان وکړ چې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو بل پړاو، چې د راتلونکې شنبې لپاره پلان شوی و، تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
حماس پر اسراییل تور ولګاوه چې د غزې د دریو اوسېدونکو وژل، د موقتي استوګنځایونو مخنیوی او د اوربند له نورو مقرراتو سرغړونه کړې ده. دې ډلې وویل چې دا خبرداری یې پنځه ورځې مخکې ورکړی څو منځګړي هېوادونه - قطر، مصر او امریکا - اسراییل د اوربند رعایت ته وهڅوي.
د ټرمپ ګواښ او د حماس غبرګون
له دې اعلان وروسته، اسراییل وویل چې پوځ یې د هر احتمالي وضعیت لپاره چمتو دی.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی که د شنبې ورځې تر غرمې پورې ټول اسراییلي برمته خوشې نه شي، نو دی به د غزې د اوربند موافقه لغوه کړي.
حماس چې متحدوایالات او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د ټرمپ د دې خبرداري په غبرګون کې وویل:
"اسراییلي برمته به یوازې هغه مهال خپلو کورونو ته ستانه شي، چې د غزې اوربند رعایت شي."
د حماس جګپوړي چارواکي، سمیع ابو ظهوري رویټرز ته ویلي:
"ټرمپ باید دا خبره په یاد ولري چې دلته یوه موافقه شوې او دواړه اړخونه یې باید رعایت کړي."
ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې دا وړاندیز هم کړی و چې د غزې څه باندې دوه میلیونه اوسېدونکي دې ووځي او د دې سیمې کنټرول دې امریکا په لاس کې واخلي.