ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د دلوې ۲۴مه، د "تروت سوشل" په نوم خپله ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "موږ د اوکراین، منځني ختیځ، انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، د ډالرو د پیاوړتیا او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې."
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې دی او پوتین دواړه "د روسیې او اوکراین په جګړه کې چې په کې د میلونونو کسانو وژل کیدل روان دي د پای ته رسېدو غوښتونکي دي."
د دواړو خواوو ټولټال پوځي تلفاتد مړو او ټپیانو په ګډون له ۱ تر ۲ میلیونو پورې اټکل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی: "موږ د یو بل د هېوادونو د لیدنو په ګډون په نږدې همکارۍ هوکړه وکړه، دغه راز مو پرېکړه وکړه چې زموږ اړوند ټیمونه دې سملاسي خبرې اترې پیل کړي."
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم اړیکه نیسي، څو له پوتین سره د خبرو جزئیات ورسره شریک کړي.
د روسیې غبرګون
د پوتین دفتر هم څو شېبې وروسته تایید کړه چې دواړو مشرانو یو له بل سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
د کرملین ویاند، دیمیتري پیسکوف وویل:
"ولسمشر ټرمپ د دښمنیو د سمدستي بندېدو او له سولهییزې لارې د شخړې د حل ملاتړ څرګند کړ."
پیسکوف زیاته کړه: "ولسمشر پوتین هم د شخړې د ریښو د ایستلو پر اړتیا ټینګار وکړ او له ټرمپ سره یې هوکړه وکړه چې د سولهییزو خبرو اترو له لارې اوږدمهاله حلاره ترلاسه کیدای شي."
ولسمشر ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه
پیسکوف دا هم وویل چې پوتین ټرمپ ته مسکو ته د سفر بلنه ورکړې او روسیه چمتو ده چې د خبرو اترو لپاره د امریکايي چارواکو هرکلی وکړي.
تر اوسه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دفتر په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې چې ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر شو د هغه او پوتین ترمنځ لومړۍ تایید شوې مستقیمه اړیکه ده.
د جګړې د ختمولو لپاره ټرمپ منځګړیتوب کوي
ټرمپ ژمنه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي.
د امریکا او روسیې ولسمشران داسې مهال خپلو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر سر خبرې کوي چې پر اوکراین د روسیې بشپړ پوځي تیری دریېم کال ته داخلیږي
په عین حال کې د مونشن د امنیتي کنفرانس څخه چې د فبرورۍ له ۱۴مې تر ۱۶مې جوړېږي مخکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو زور اخیستی دی. تمه ده چې په دې کنفرانس کې به د اوکراین ولسمشر زیلنسکي او لوړپوړي امریکایي چارواکي ګډون وکړي.
د امریکا او اوکراین ترمنځ د اقتصادي معاملې هڅې
په همدې حال کې، ولودیمیر زیلینسکي د امریکا د خزانې له وزیر، سکاټ بسنټ، سره په کیف کې وکتل ترڅو د اوکراین د حیاتي معدني موادو په برخه کې د احتمالي معاملې په اړه خبرې وکړي.
زیلینسکي د بسنټ سره په یوه ګډه خبري ناسته کې هیله وښوده چې اوکراین او امریکا به د مونشن په کنفرانس کې په دې برخه کې یوې موافقې ته ورسېږي.
بسنټ په دې ناسته کې د دې معاملې یوه لومړنۍ مسوده زیلینسکي ته وړاندې کړې او ویې ویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، د معدني موادو تړون کولی شي د اوکراین لپاره "د امنیت سپر" وګرځي.
ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا غواړي د اوکراین نادره معدني موادو ته لاسرسی ولري.
زیلینسکي ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هر ډول موافقه باید د لویدیځ له قوي امنیتي تضمینونو سره، چې د امریکا مشارکت پکې شامل وي، تړلې وي.
بسنټ ویلي چې د هغه سفر دا وښوده چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره د جګړې د ختمولو لپاره جدي ده او دا چې امریکا د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده.