د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

زیلینسکي وايي، د سولې له خبرو مخکې اوکراین امنیتي ضمانتونه غواړي


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس

د اوکراین ولسمشر وايي، اوس چې د امریکا ولسمشر غواړي د روسیې اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، د ده هېواد امنیتي ضمانتونه غواړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون د امریکا له مرستیال ولسمشر جې ډي ونس سره د کتنې پرمهال وویل چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره له هرراز خبرو مخکې امنیتي تضمینونه غواړي.

ښاغلي زیلینسکي څو شېبې مخکې له دې چې له ښاغلي ونس سره د مونشن په نړیواله امنیتي ناسته کې وګوري وویل "یوازې هغه مهال به له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره خبرو ته کېني چې له هغه مخکې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د سولې د یو ګډ پلان په اړه خبرې اترې وکړي."

زیلینسکي وویل، ټرمپ اوکراین ته د سولې په راوستو کې اساسي رول لري.

زیلینسکي زیاته کړه چې "ټرمپ د جګړې په پای ته رسولو کې اساسي رول لري. هغه دا هم وویل چې ښاغلي ټرمپ ده ته خپله د تماس شمېره هم ورکړه."

ډونالډټرمپ تېره اونۍ د روسیې له ولسمشر سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړې او ډېری څارونکي په تېره په اروپا کې هیله من و، چې د ټرمپ مرستیال به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه پر ځینو پلانونو رڼا واچوي.

خو د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې جې ډي ونس په خپله وینا کې اروپايي چارواکو ته د بیان پر آزادۍ او غیرقانوني مهاجرتونو خبرې وکړې او انتخابي مشرانو ته یې خبرداری ورکړ چې که د کډوالو په مسئله کې خپلې تګلارې بدلې نه کړي، نو د خلکو ملاتړ به له لاسه ورکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د مونشن امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د مونشن امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال
پر چیرنوبیل حمله د مونشن غونډې ته د پوتین "ستړي مه شي وه.

زیلینسکي د مونشن د امنیتي غونډې له پیل کېدو څو ساعته مخکې وویل چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اوکراین د چیرنوبیل اټومي بټۍ په چاودېدونکو موادو لګیدلې ده. زیلینسکي او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې دواړو وویل چې په بټۍ کې د اټومي تشعشعاتو کچه نه ده لوړه شوې.

زیلینسکي وروسته په وویل چې په غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې پر چیرنوبیل د بې پیلوټه الوتکې برید د مونشن له غونډې سره د ولسمشر پوتین او روسیې ډېره واضحه "ستړي مه شي" وه. خو د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د اوکراین دا ادعا رد کړه او د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې روسیه له څو کلونو راهیسې د مونشن امنیتي غونډې ته نه ده بلل شوې.

ولسمشر ټرمپ چې له اوکراین څخه د متحدوایالتونو د څو کلونو پراخ ملاتړ پای ته ورساوه، د تېرې چارشنبې په ورځ له ولسمشر پوتین سره د ټلفوني خبرو پرمهال د سولې لپاره د خپل پلان جزییات روښانه نه کړل، خو یوازې دا وړاندیز یې کړی دی چې د سولې په صورت کې به احتمالا اوکراین له هغو سیمو لاس اخلي چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره د کریمیاټاپووزمې له ضمیمه کولو وروسته لاندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG