ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام، وویل: «که چیرې په غزه کې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې بیرته راستانه نشي، زه وایم چې اوربند لغوه کړئ. یو یو - دوه - درې یا څلور نه باید ټول یوځای راخوشې شي.....که نه پرېږده چې سور اور بل شي»
ښاغلي ټرمپ بیا وویل چې دا یې خپل دریځ دی او پریکړه اسراییلو پورې اړه لري.
ښاغلي ټرمپ، چې په خپل دفتر کې یې خبریالانو سره خبرې کولې، دا هم وویل چې که اردن او مصر له غزې څخه فلسطینیان ونه مني، نو مرستې به پرې بندې کړي.
په دې وروستیو ورځو کې، هغه د خپل پلان جزئیات وړاندې کړي چې له غزې څخه فلسطینیان د اردن او مصر په څیر هیوادونو ته انتقال کړي او متحده ایالات د غزې تړانګې کنټرول په لاس کې واخلي ترڅو یې بیا رغونه وکړي. مصر، اردن او نورو عربي هېوادونو د دې پلان سخت مخالفت کړی دی.
ټاکل شوې وه چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بل پړاو د شنبې په ورځ، د سلواغلې په ۲۷مه ترسره شي، خو د حماس افراطي ډلې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې به دا پروسه وځنډوي.
اسراییل دا عمل د اوربند له تړون څخه په بشپړه توګه سرغړونه وبلله او د خپلو ځواکونو د خبرتیا کچه یې لوړه کړه.
حماس، چې د امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو لخوا یو ترهګریز سازمان بلل شوی، د دوشنبې په ورځ اسراییل د اوربند د موافقې د شرایطو په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل چې د شنبې په ورځ د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
د حماس افراطي ډلې ادعا کړې چې اسراییلو په تیرو دریو اونیو کې د اوربند تړون لاندې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخه یې نیولې او د غزې شمالي تړانګې ته د بیرته راستنیدو په لاره کې فلسطیني کډوال په نښه کړي دي. اسراییلو دا تورونه رد کړي دي.
د اسراییلو د دفاع وزیر د حماس د افراطي ډلې دا اقدام د اوربند د تړون "بشپړ سرغړونه" وبلله.
یسرایل کاټز دا هم وویل پوځي ځواکونو ته یې امر کړی چې "په غزه کې د لوړې کچې د تیارسي او هر ډول احتمالي سناریو لپاره چمتو وي."
لږ وروسته، د اسراییلو پوځ په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د خپلو ځواکونو د خبرتیا کچه یې لوړه کړې او "جنوبي قوماندې" کې یې د سرتیرو رخصتي لغوه کړې ده.
همدارنګه، د بیان له مخې، د اسراییلو پوځ د غزې په پوله کې خپل ځواکونه "د پام وړ" پیاوړي کوي ترڅو دفاعي ماموریتونه ترسره کړي.
د اسراییلو صدارعظم د امنیتي کابینې غونډه هم وربللې چې د سه شنبې په ورځ به دایره شي.
د حماس افراطي ډلې ادعا کړې چې اسراییلو په تیرو دریو اونیو کې د اوربند تړون لاندې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخه یې نیولې او د غزې شمالي تړانګې ته د بیرته راستنیدو په لاره کې فلسطیني کډوال په نښه کړي دي. اسراییلو دا تورونه رد کړي دي.