د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

د اوکراین ولسمشر د اروپا د ځانګړي ځواک د جوړېدو غوښتنه کوي


ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د مونشن امنیتي غونډې ته د وینا په حال کې
ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د مونشن امنیتي غونډې ته د وینا په حال کې

د اوکراین ولسمشرچې هیواد یې له روسیې سره په جګړه کې ښکیل دی، د اروپا لپاره د وسله وال ځواک د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وایي، اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د اروپا وسله وال پوځ رامنځ ته شي او زیاته یې کړه چې هیواد یې له مخکې د روسیې په وړاندې په جګړه کې د دې ډول یوه پوځ اساس ایښی دی.

زیلینسکي نن شنبې (د سلواغې ۲۷مه) د مونشن نړیوال امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې اروپا دا احتمال نه شي ردولی چې ښایي امریکا اروپا ته په هغو مسایلو کې چې دا لویه وچه ګواښي، نه ووایي او یادونه یې وکړه چې ډیری اروپایي مشرانو له اوږدې مودې راهیسې دا مسئله چې ولې اروپا خپل پوځ ته اړتیا لري، مطرح کړې ده.

نورو مشرانو هم د اروپايي ځواک د جوړېدو موضوع مطرح کړې ده.

د اوکراین ولسمشروویل، د ده په باور اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې باید د اروپا خپل وسله وال ځواک رامنځ ته شي.

تردې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپا د خپل ځانګړي پوځ طرح مطرح کړې وه او یوشمیر نورو مشرانو یې هم ملاتړکړی و.

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګیلامیرکل په ۲۰۱۸ کال کې د مکرون د طرحې په ملاتړ ویلي و، چې دا ډول یو ځواک به د ناتو تکمیلوونکی وي.

یوشمیر نورو مشرانو هم د اروپا د پوځي همکارۍ پرپراختیا په ټینګارسره ویلي و، چې اروپا باید وکولای شي د احتمالي ګواښو پر وړاندې په خپلواکه توګه اقدام وکړي.

ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د امریکا مرستیال ولسمشر د مونشن به پرونۍ غونډه کې
ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د امریکا مرستیال ولسمشر د مونشن به پرونۍ غونډه کې

د اوکراین ولسمشر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له ټیلیفوني خبرو وروسته یې کړې او ویلي یې و، چې دواړه مشران به ډیر ژر په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د یوې موافقې په اړه خبرې پیل کړي، اشاره وکړه او ویې ویل، اوکراین به هیڅکله هغه معامله ونه مني چې د کییف له ښکیلتیا پرته شوې وي او زیاته یې کړه چې ورته مقررات باید په ټوله اروپا کې پلي شي.

د سولې په هرراز خبرو کې به د میز ترشا یوه څوکۍ زیلینسکي ته ځانګړې وي.

ولسمشر ټرمپ له پوتین سره تر خبرو وروسته زیلینسکي ته ډاډ ورکړ چې د سولې په هرو خبرو کې د میز ترشا یوه څوکۍ به د هغه لپاره ځانګړې وي.

خو زیلینسکي نن په خپلو خبرو کې یوځل بیا د کییف پر مخکیني دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل غواړي چې له روسیې سره جګړه په روان کال کې پای ته ورسوي او سوله وکړي خو زیاته یې کړه چې دا به خطرناک کار وي که ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې له دې چې له ده سره وګوري، د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره کتنه ترسره کړي.

د امریکا ولسمشر چې هڅه کوي د اوکراین جګړه ډېرژر پای ته ورسوي، په دې وروستیو کې پرروسیې او اوکراین دواړو فشارونه زیات کړي دي. خو د اوکراین ولسمشر ویلي چې هیواد یې له روسیې سره له هر ډول خبرو اترو مخکې"امنیتي تضمین" غواړي.

زیلینسکي دا خبره پرون جمعه په مونشن کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا له مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره له کتنې مخکې وکړه او ویې ویل چې دی به د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره مخامخ کتنې ته یوازې هغه مهال غاړه کیږدي چې د ولسمشرټرمپ له ادارې سره پریوه ګډ پلان خبرې او کار وشي.

XS
SM
MD
LG