د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې د ښي اړخو افراطي ګوندونو د فعالیت او نفوذ پر ضد د اعتراضي مظاهرو په دوام کې د مونشن ښار مظاهره د دې اوونۍ تر ټولو د پام وړ غونډه وه.
وروسته له هغه چې تېره اوونۍ شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو د جرمني په پلازمېنه برلین کې مظاهره وکړه، د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) تر ۲۵۰ زره ډېر خلک د مونشن سړکونو ته راووتل او د دغو ګوندونو د سیاستونو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
د مظاهرې تنظیموونکي ادعا کوي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۲۰ زره کسانو په دې لاریون کې ګډون کړی وو.
دا مظاهره، چې شعار یې «دموکراسي تا ته اړتیا لري» و، د جرمني تر پارلماني انتخاباتو دوې اوونۍ مخکې له هغه وشوه.
دا انتخابات له دې اندېښنې سره مله دي چې ښايي د "آلترناتیف فار دویچلند" (AfD) په نوم ښي اړخی افراطي ګوند خپلې پارلماني څوکۍ ډېرې کړي.
د اولاف شولڅ د منځکیڼ اړخي ائتلافي حکومت څه باندې یوه میاشت پخوا وروسته له هغه سقوط وکړ چې د ازاد دیموکرات ګوند له درېاړخیز ائتلافه جلا شو او د دې ګوند د مالیې وزیر له دندې لرې کړل شو. له دې امله وارمخکې انتخابات اعلان شول.
په جرمني کې نظرپوښتنې ښيي چې د اې ایف ډي (AfD) ګوند ښايي د ۱۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو د فریدریش مرتس تر مشرۍ لاندې ګوند څخه وروسته دوهم ځای خپل کړي.
د جرمني د کورنيو استخباراتو اداره، چې د اساسي قانون د ساتنې دفتر هم ورته ویل کېږي، د اې ایف ډي ګوند د افراطي ښي اړخي سازمان په توګه تر څارنې لاندې نیولی دی.
دا ګوند په ۲۰۱۳ کال کې د اروپايي اتحادیې ضد ډلې په توګه جوړ شو، خو وروسته یې ځان د مهاجرت ضد سیاستونو ته واړاوه. د دې ګوند ۱۱ کلنه سیاسي سابقه په هغو ایالتونو کې ډېره قوي ده چې د ختیځ او لویدیځ جرمني تر یووالي مخکې د پخواني کمونیستي ختیځ جرمني برخه وه.
د جرمني پارلمان (بوندستاګ) د جمعې په ورځ، د سلواغې ۱۲مه، د محافظهکارو ګوندونو هغه جنجالي لایحه رد کړه چې په دې هېواد کې یې د مهاجرت د محدودیت غوښتنه کوله.
اې ایف ډي ګوند د اولاف شولڅ د ائتلافي حکومت له کممحبوبیت څخه ګټه اخیستې او په وروستیو میاشتو کې یې په ایالتي انتخاباتو کې د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، معترضانو د شنبې په ورځ ټولو سیاسي ګوندونو ته خبرداری ورکړی چې له اې ایف ډي ګوند سره دې همکاري نه کوي.