د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

لسګونه زره فلسطینیان نن د غزې شمال ته ستانه شول


غزه کې کډوال کورونو ته ستنیږي
غزه کې کډوال کورونو ته ستنیږي

اسراییل دې کورنیو ته وروسته له هغه خپلو ویجاړو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړه چې حماس ډلې د اونۍ په پیل کې د دریو اسراییلي برمته وو له خوشې کولو او د اسراییلو پوځ د غزې له اصلي دهلیزې څخه له وتلو سره موافقه وکړه.

نن سهار وختي ډلې ډلې فلسطینیان په داسې حال کې چې ځینو په غېږو کې خپل ماشومان نیولي وو او د ځینو په لاسونو کې د خپلو کورونو وسایل وو، د غزې د شمال سیمو ته پلي روان وو.

فلسطینیانو چې له څه باندې پنځلسو میاشتو راهیسې د اسراییلو د حملو له کبله خپلې مېنې پرېښې وې، د غزې شمال ته د لارو د پرانیستل کېدو د خبر په اورېدو خوښي وښوده.

یوې بېځایه شوې مېرمنې انتصار السعیدي سیمې ته د راستنېدو په حال کې فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې په دې جګړه کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

«موږ د خوښۍ احساس کوو خو په عین حال کې خواشیني یو ځکه ډېر عزیزان مو له لاسه ورکړل. زما یو زوی شهید شو او د هغه زوی اوس له ما سره دی.»

عیني شاهدان وايي چې لومړنۍ کورنۍ د سهار په اوو بجو سیمې ته ورسېدلې خو د دې سیمو پر لور یوه بله غځېدلې لاره وروسته خلاصه شوه چې ورسره موټرو ته هم له دې لارې د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي، او د غزې عامو اوسېدونکو د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ هغه وړاندیز رد کړی دی چې وايي، اردن او مصر دې د غزې اوسېدونکي په خپل قلمرو کې ومني. فلسطینیان له اوږدې مودې راهیسې وېره لري چې دوی به په دایمي توګه له خپلو مېنو څخه وایستل شي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې د موادو له مخې د غزې د شمال اوسېدونکي باید د شنبې او یکشنبې په ورځو خپلو سیمو ته ستانه شوي وای، خو اسراییل وویل، حماس ډلې یوه ملکي اسراییلۍ برمته خوشې نه کړه نو ځکه یې په نیتزاریم دهلېز کې چې د غزې شمال د دې تړانګې له نورو برخو جلا کوي، خپل ځواکونه ځای پرځای کړل.

مګر د یکشنبې ورځې په ماښام قطري منځګړو دا لانجه وروسته له هغه حل کړه چې حماس ډلې د پنجشنبې په ورځ دا او یوه بله پوځي مېرمن او د شنبې په ورځ درې نور یرغمل خوشې کړل او په دې توګه اسراییلو د دوشنبې په سهار، د غزې بېځایه شویو ته، خپلو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړه.

اسراییلي چارواکي وايي، دوی باور لري چې د جنوري په ۱۹مه د اوربند د موافقې له لاسلیک راهیسې د اوو خوشې شویو کسانو په ګډون ټول ۳۳ اسراییلي برمته ژوندي دي.

د څه باندې پنځلس میاشتو جګړو په ترڅ کې د غزې د شمال شاوخوا ۶۵۰ زره اوسېدونکي بېځایه شول. دا جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې د اسراییلو پر خاوره برید وکړ او د اسراییلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې برمته کړل.

له دې پېښې وروسته اسراییلو په غزه کې ځوابي عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې د فلسطیني چارواکو د شمېرو له مخې له ۴۷ زرو ډېر کسان ووژل. شول.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG