فرانسپرس خبري آژانس د هند تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وايي، د ډسمبر میاشتې له پیل راهیسې د دې ناروغۍ په ۱۷ تنه تلفاتو کې ۱۳ ماشومان هم شامل دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا ناروغي د بدال په نوم د جمو د راجوري سیمې په یوه کلي کې خپره شوې ده. په دې کلي کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې ۲۳۰ کسان قرنطین شوي دي. د ناروغۍ قربانیان د هغو دریو کورنیو غړي دي چې له یوبل سره خپلوۍ لري.
د جمو او کشمیر د ایالتي اسمبلې غړي جاوید اقبال چودري وايي چې د لسګونه ناروغانو د ساتنې لپاره پوره تدابیر نیول شوي دي: غږ اقبال
(شاوخوا ۲۰۰ کسان په دې روغتون کې بستر دي او ما همدا اوس له هغو سره وکتل. د دوی د استوګنې لپاره د خوړو او اوبو په ګډون پوره تدابیر نیول شوي. دا خلک مالداري کوي او د کرنې او مالدارۍ وزارت مامورین هلته رسېدلي چې د دوی پر مالونو پام وکړي. چارواکي هم سیمې ته رسېدلي دي.)
د سیمې د یوه طبي پوهنتون متخصص ویلي دي چې دا ناروغي د ناروغ ماغزه او عصبي سیسټم زیانمنوي.
د هند مرکزي حکومت د دې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل کړي او د روغتیا وزیر جیتندر سینګ ویلي، لومړنیو څېړنو ښودلې ده چې د دې مړینو علت کومه ساري ناروغي، ویروس یا بکتریا نه ده، بلکې یو ډول زهري مواد دي.
نوموړي وویل، په دې اړه چې د دې ناروغي د خپراوي علت کوم ناوړه نیت یا عمل نه وي هم تحقیقات کېږي. ښاغلی سینګ زیاتوي چې د نوموړې ناروغۍ د درملنې لپاره به ډېر ژر یوه لاره پیدا شي.
سیمه ایزو چارواکو د دې ناروغۍ له خپرېدو وروسته په سیمه کې ژمنۍ رخصتۍ ځنډولې دي.
د یوه بل خبر له مخې د هند د لویدیځ ښار پونې چارواکو د عصبي اختلال د ۷۳ پېښو د ثبت خبر ورکړی دی. د پرس ټرسټ آف انډیا آژانس د راپور له مخې دا ناروغي چارواکو د GBS په نوم یاده کړې؛ په ۷۳ ناروغانو کې يې ۲۶ ښځې دي او ۱۴ ناروغانو ته مصنوعي اکسیجن ورکړل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې GBS ناروغي د انسان هغه اعصاب زیانمنوي چې د غړو حرکات اداره کوي او له کبله یې غړي کمزوري کېږي او په نتیجه کې د پښو او لاسونو حس له منځه ځي.