د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د اروزګان روغتیايي مرکزونو ته طبي وسایل ورکړل شول


د اروزګان ولایت ۶۴ روغتیايي مرکزونو ته د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي وسایل او درمل ورکړل شول.

د یونیسف له مالي ملاتړ او د AHDS موسیسي په تخنیکې همکاري د اروزګان ولایت روغتیايي مرکزونو ته د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت بېلابېل طبي وسایل او درمل ورکړل شول.

دا مرسته په ۶۴ روغتیايي مرکزونو کې د اړمنو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره وویشل شوه، چې په کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو لپاره اړین وسایل، درمل، او د مختلفو ناروغیو لپاره بېلابېل تجهیزات شامل دي.

ډاکټر نور زاد، چې د AHDS د مسوول په توګه د دې مرستې د توزیع په پروسه کې ونډه اخیستې، وايي:

"په اروزګان کې د روغتیايي خدماتو کمبود زموږ لپاره یوه جدي ننګونه ده. د یونیسف او د AHDS په مرسته موږ توانېدلي یوو چې اړین تجهیزات او درمل خلکو ته توزیع کړو. موږ ډاډه یوو چې دپه دې مرستو به، د روغتیايي خدماتو وضعیت ښه شي."

د اروزګان ولایت خلک د دې مرستو له امله خوښ دي، او د روغتیايي خدماتو په برخه کې د نورو مرستو غوښتنه کوي. د دې ولایت یو اوسیدونکی، احمد خان، وايي:

"په اروزګان کې د روغتیايي خدماتو وضعیت ډیر خراب دی. خو اوس چې دا مرستې راغلې دي، موږ هیله لرو چې روغتیايي خدمتونه به په اسانۍ سره زموږ د لاسرسي وړ شي. دا مرسته زموږ لپاره لویه ګټه لري، او موږ هیله من یوو چې نورې مرستې هم ترلاسه کړو."

د اروزګان بل اوسیدونکي ظاهرجان وایي:

"زه په خپل کلي کې ډاکټر ته نه شو رسېدلی، ځکه چې زموږ د سیمې روغتیايي مرکزونه ډیر کمزورې دي. اوس چې دې مرستو سره موږ ته ډير اړین درمل او تجهیزات برابر شوي، دا به زموږ د خلکو لپاره ډیر ګټور وي."

د AHDS د فارمسي مسوول، ډاکټر محمد داوود صالحي، د دې مرستې په اړه داسې وویل:

"موږ د اروزګان ولایت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره هره ورځ هڅه کوو. د یونیسف په مالي ملاتړ ترلاسه شوې دا مرستې د روغتیايي مرکزونو لپاره خورا مهمې دي. موږ ډاډه یوو چې دا تجهیزات به زموږ روغتیايي خدماتو ته کیفیت ورکړي او د خلکو لپاره به د دې خدماتو لاسرسی اسانه شي."

د اروزګان اوسیدونکي وايي چې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ډیری ستونزې شته او باید لا نورې مرستې ترسره شي. د جغرافیوي محدودیتونو، د وسایلو د کموالي، او د طبی متخصصانو د کمبښت له امله، ډېری خلک د روغتیايي خدماتو له لاسرسي څخه بې برخې دي.

د اروزګان ولایت لپاره د روغتیايي خدماتو ښه کولو ته اړتیا لا هم ډیره ده. د خلکو له نظره، له دې مرستو سره سره، د متخصصو ډاکټرانو او نرسانو موجودیت او روزنه، د روغتیايي سیستم پیاوړتیا ته اړین دي. دوی وايي چې باید د روغتیايي خدماتو پرمختګ یوه دوامداره پروسه وي.

د AHDS مسوولین هم ټینګار کوي چې د دې مرستو پراختیا ته اړتیا ده او دوی به د خلکو لپاره د روغتیايي خدماتو د زیاتوالي په برخه کې لا هم زیاتې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG